لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان او پېښور کې چاؤدنو کې شپږ کسان وژل شوي ، پينځه ژوبل


د ماټرگولې د چاؤدو په نتيجه کې عالم دين محسود په خپله ، د هغه د کور څلور زنانه او يو ماشوم وژل شوي دي
د ماټرگولې د چاؤدو په نتيجه کې عالم دين محسود په خپله ، د هغه د کور څلور زنانه او يو ماشوم وژل شوي دي
شمالي وزيرستان کې يو کور کې دننه د ماټرگولې د چاؤدنې له امله د څلورو زنانؤ او يو ماشوم په گډون شپږ کسان وژل شوي دي . بل خوا ته پېښور ښار کې شوې يوه بمي چاؤدنه کې پينځه کسان ژوبل شوي دي .
د سرچينو ترمخه د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې يو کور کې دننه مارټرگوله ډزېدلې ، چې له امله يې په کور کې دننه د څلورو زنانوؤ او يو ماشوم په گډون شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ماشومان ژوبل شوي دي .
راپورونه وايې دغه ماټرگوله د يوځايې طالب کمانډر چې عالم دين محسود نوميږي ، د هغه په کور کې هغه وخت وچاؤده چې کله هغه ماټرگوله د شيل نه بهر کوله .
د ماټرگولې د چاؤدو په نتيجه کې عالم دين محسود په خپله ، د هغه د کور څلور زنانه او يو ماشوم وژل شوي دي .

د چارواکو په وينا د چاؤدنې په نيتجه کې دوه ماشومان هم ژوبل شوي دي . او د چاؤدنې له امله د رامنځته شوؤ مرگ ژوبلو پخلی ځايې خلکو کړی دی .
بلخوا ته د خيبرپختونخوا د سر ښار پېښور په سرکي گيټ سيمه کې يوه بمي چاؤدنه کې پينځه کسان ژوبل شوي دي .
د سرچينو ترمخه سرکي گيټ کې اېښودی شوی بم چاؤدل شوی چې له امله يې پينځه کسان ژوبل شوي ، راپورونه وايې چاؤدنه کې يوه زنانه هم ژوبل شوې ده .
پېښه کې ژوبل شوي کسان ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي دي .
د بم ډسپوزل سکوارډ چارواکو وئيلي ، په دغې چاؤدنه کې د نيم کلو پورې بارودي چاؤدېدونکي مواد کارول شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG