لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د شمالي کوریا په ایټمي مرکز کې چټکې سرگرمۍ لیدل شوي دي


د شمالي کوریا د ایټمي ودانۍ یو منظر
د شمالي کوریا د ایټمي ودانۍ یو منظر

په امریکا کې میشته د شمالي کوریا د څارنې یوې ادارې ویلي د شمالي کوریا د ایټمي ازمایښتونو په مرکز کې د اعلا سطحې سرگرمۍ لیدل شوي دي.

د ترټي ایټ نارت په نوم اداره وايي د شمالي کوریا د سرگرمو کچه د سیټلایټ د لارې اخیستلو شوو تصویرانو څخه معلومه شوي ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په خپل ویب پاڼه باندې ترټي ایټ نارت خپل رپورټ کې ویلي د پینگی ني په نوم د شمالي کوریا په ایټمي مرکز کې د رسد سامان او نور الات پرځاې کړی شوي دي.

په کال ٢٠١٣ او په کال٢٠١٦ کې شمالي کوریا په پینگی ني کې ایټمي ټیسټونه کړي وو.

ترټي ایټ نارت وايي د تصویرانو نه دا نه معلومیږي چې آیا په پینگی ني کې رواني سرگرمۍ هلته د معمول مرمت کار دی، که ځمکه کنستل کیږي او که د نوي ایټمي ټیسټ دپاره تیاري روانه ده. خو اداره وايي دا خبره څرگنده ده چې شمالي کوریا دغه مرکز په اینده کې د ټیسټونو دپاره د تیارۍ په حالت کې ساتل غواړي.

د کال ٢٠٠٦ راهسې شمالي کوریا څلور ایټمي ټیسټونه کړې دي. ورستی ټیسټ يي د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې کړی دی.

په نړۍ کې په ایټمي هلو ځلو باندې د ملگرو ملتونو د نظر ساتنې اداري، انټرنیشنل اټامک اینرجي ایجنسي، تیره میاشت وویل شمالي کوریا د پلوټونیم د تیارۍ دپاره سرگرمۍ پیل کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG