لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : پوليس وايي مقابله کې يي نهه ترهگر وژلي دي


د کراچۍ پوليس چارواکي وايي ، د ښار په چاپېره لرې پرتو علاقو کې لاقانونه ډلې شتون لري
د کراچۍ پوليس چارواکي وايي ، د ښار په چاپېره لرې پرتو علاقو کې لاقانونه ډلې شتون لري

د پاکستان د ستراقتصادي ښار کراچۍ پوليس وايي ، د ښارپه سټيل ټاؤن سيمه کې يي د ترهگرو د موجودگۍ په خبر عمليات کړي ، او د عملياتو په مهال پوليس سره په مقابله کې د تحريک طالبان پاکستان او نورو لاقانونه گرځول شوؤ ډلو نهه غړي وژل شوي دي .

د کراچۍ د ملير سيمې اېس اېس پي راؤ انوار وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، ٫٫ نهه ترهگر وژل شوي ، د ښار د سټيل ټاؤن په ميا محمدخان گوټ کې د دويې قلاگانې جوړې وې د وزيرستان د کورونو په طرز باندې ، په هغې کې څه خالي او په ځينو کې خلک اوسيږي ، هم په دغو کې په يو باندې پوليس ته خبر ؤ ، هلته دغه کاروايي شوې او نهه کسان پکې وژل شوي دي ،، .

پوليس افسر ووئيل ، ٫٫ په دويي کې تحريک طالبان او ټول شريک دي ، او د ټولو مقصد هم يو دی ، خلک به يي تښتولو ، قلنگ به يي اخيستو ، بېنکونه به يي لوټل او پوليس يي هم وژلي وو ، او د پوليس نه تښتول شوې دوه کلاشنکوفې ترې هم ترلاسه شوي دي ٬٬ .

د راؤ انوار په وينا ترهگرو سره د مقابلې په مهال د دغې ځايي نه پوليس ته يوه رکشه هم په لاس ورغلې ، او هلته بارودي مواد او نور کېمېکل هم ترلاسه شوي دي . هغه ووئيل مالومه نه ده چې دويي دغه بارود په محرم کې کارول او که څه بله منصوبه بندي يي کوله .

د پوليس افسر ترمخه د وژل شوؤ ترهگرو پېژندگلو نه ده شوې ، او مړي يي د ايدهي سردخانې ته منتقل کړی شوي دي .

د روانې مياشتې په لمړي سر کې هم پوليسو د ښار په سهراب گوټ سيمه کې يوه مقابله کې د تحريک طالبان پاکستان د اووه وسله والو د وژل کېدو ادعا کړې وه . او په دغې مقابله کې د وژل شوي پوليس افسر چوهدري اسلم باندې د شوي بريد د ماسټر مائند د وژل کېدو هم وئيل شوي وو .

د کراچۍ پوليس چارواکي وايي ، د ښار په چاپېره لرې پرتو علاقو کې لاقانونه ډلې شتون لري ، او په ښار کې د بدامنۍ د زياتره پېښو په شا هم د دغو خلکو لاس دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG