لاس رسیدونکی لینک

د نائیجریا یو سکول کې چاؤدنه، ٣٥ کسان وژل شوي


د اپریل په میاشت کې د بوکو حرام وسله والو د بورنو ریاست د یو سکول نه ٢٧٦ جینکۍ تښتولې دي

د شمالي نائیجریا په یو سکول سحر د اسمبلۍ په وخت چاؤدنه شوي چې پکې د عیني شاهدینو په وینا د ٣٥ نه تر ۴٨ پورې کسان وژل شوي دي.

چاؤدنه د گل یا دوشنبي په ورځ د یوب ریاست په پاټسکوم کلې کې شوي ده او گڼ شمیر نور کسان پکې زخمیان دي.

د چاؤدنې ذمه واري لا چا په غاړه نه ده اخېستي.

یوه هفته وړاندې هم په پاټیسکوم کې په یو مذهبي جلوس شوي ځانمرگي حمله کې د ٢۴ نه زیات کسان وژل شوي وو. د حملې پړه بوکو حرام نومې وسله والې ډلې اخیستې وه.

په ورستۍ میاشتو کې بوکو حرام اسلامې وسله والې ډلې نائیجریا کې گڼ شمیر حملې کړې دي. ډله شمالي نائیجیریا کې اسلامي ریاست قائمول غواړي.

بوکو حرام په سکولونو هم حملې کړې دي. د اپریل په میاشت کې د بوکو حرام وسله والو د بورنو ریاست د یو سکول نه ٢٧٦ جینکۍ تښتولې دي.

XS
SM
MD
LG