لاس رسیدونکی لینک

نیژر: بوکو حرام سره جگړه کې ٢٣٠ کسان وژل شوي


ویل کیږي چې هم په دغه ځنگل کې شا او خوا ٢٠٠ هغه جینکۍ هم د بوکوحرام په ولکه کې دي چې یو کال وړاندې د چیبوک نومې کلې د سکول نه تښتول شوې. خو د نائیجریا د فوج ترجمان ویلي کومې جینکۍ چې د نهې په ورځ بوکوحرام نه راخلاصې کړی شوي دي په هغو کې چیبکو جینکۍ نشته

د نیژر امنیتي ځواکونو او بوکو حرام وسله والو ترمېنځ نښتو کې ۴٦ عسکر او ٢٨ ملکي کسان وژل شوي دي. جگړه هغه وخت ونښته چې وسله والو د چډ په بند کې په یوه جزیره قبضې دپاره حمله وکړه.

د چارواکو د وینا ترمخه، جگړه کې ١٥٦ وسله وال هم وژل شوي دي. د بوکو حرام وسله والو په کراکماگه جزیرې د قبضې کوښښ کولو. د نیژر فوج ویلي سېمه يي بیا په خپله ولکه کې اخیستې ده.

په ورستۍ ورځو کې نیژر، نائیجریا، چډ او کیمرون بوکوحرام ختمولو دپاره کارویانې شورو کړې دي. په دې جگړه کې د ١٠٠٠٠ نه زیات خلک وژل شوي او نائیجریا کې د ١٠ لکه نه زیات خلک په کورونو پریښودو مجبور کړې دي.

او د نهې یا سه شنبې په ورځ د نائیجریا ځواکونو شا او خوا ٢٠٠ جینکۍ د بوکو حرام د ولکې نه ازادې کړې دی. دغه زنانه د سمبیسا په ځنگل کې ساتلی شوي وې چې د بوکو حرام مرکز گڼلی کیږي.

ویل کیږي چې هم په دغه ځنگل کې شا او خوا ٢٠٠ هغه جینکۍ هم د بوکوحرام په ولکه کې دي چې یو کال وړاندې د چیبوک نومې کلې د سکول نه تښتول شوې. خو د نائیجریا د فوج ترجمان ویلي کومې جینکۍ چې د نهې په ورځ بوکوحرام نه راخلاصې کړی شوي دي په هغو کې چیبکو جینکۍ نشته.

XS
SM
MD
LG