د نیویارک د پولیسو مشر جیمز اونیل یوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي په نیویارک کې د سه شنبې په ورځ یو ٢٩ کلن کس هغه وخت پولیسو وویشته او وی نیوه چې هغه د ښوونځي د یو بس سره خپل موټر ټکر کړ او بیا وتښتیده. په دغه پیښه کې اته تنه ووژل شول.
د امریکا د کورني امنیت د چارو وزارت دغه پیښه یو ترهګر عمل بللی.
کله چې د پولیسو د مشر نه یو کس دا وپوښتل چې داسي اوازې دي چې دغه حمله کونکي د یرغل نه مخکې د الله اکبر نعرې وهلي نو هغه په ځواب کې وویل چې تر اوسه پورې چې څومره تحقیقات شویدي، د هغې نه داسي څرگنده شویده چې دا یو ترهگریز برید و.
ښاغلي اونیل وویل چې پولیس نه غواړي د حمله کونکي په اړه معلومات څرگند کړي. د نیویارک گورنر وایي چې داسې ښکاري دغه حمله کونکي په یواځې سر دغه کار کړیدی.
"تراوسه پورې داسي شواهد نشته چې گوندي دا حمله د یوې لوی منصوبې برخه وي. دا د یواځي یو کس عمل دی چې غواړي خلکو ته تاوان ورسوي او مړه یې کړي."
ښاغلي اونیل وویل چې حمله کونکی تقریبا د ماسپښین په دری بجې په کوز منهاټن کې د بایسیکل چلونکو په یوې لارې چې د خلکو گڼه گوڼه پکې وي، خپل موټر وروست.
په دغه حمله کې دوه تنه ماشومان او دوه لویان هغه وخت زخمي شول چې هغه خپل موټر د سکول د یو بس سره ټکر کړ.
د نیویارک د ښار د پولیسو مشر وایي چې حمله کونکي په دغه یرغل کې د یوه کرایي پک اپ موټر نه استفاده کړیده.
د امریکا صدر ډانالډ ټرمپ په یو ټویټ کې لیکلي دي چې "مونږ به د اسلامي دولت ډلې ته چې په منځني ختیځ او نورو سیمو کې مو ورته ماتې ورکړیده، اجازه ورنکړو چې بیرته راشي او یا امریکا ته رادننه شي."
د نیویارک ښاروال ویلي چې دغه یوه "بزدلانه ترهگر برید" وو.
یو چارواکي د نوم نه څرگندولو په شرط ویلي چې برید کونکی د ازبکستان دی چې په ٢٠١٠ کال کې امریکا ته راغلی و. دغه حمله کونکی سیف الله حبیب الله ایوچ سائپوف نومیده.
د دې حملې نه مخکې تیر کال په اروپا کې هم دغه ډول ټرورسټي بریدونه شوي وو.