لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نیویارک پښتنه مني سانچیز، د فیشن او ښکلا ماهره


 مني سانچیز د ٢٦ کلنې میرمن خپل نوم نه دی خو هغه هم په دې نوم د خپل ځان پیژندگلو کوي
مني سانچیز د ٢٦ کلنې میرمن خپل نوم نه دی خو هغه هم په دې نوم د خپل ځان پیژندگلو کوي

د امریکې د تجارت او د فیش مرکز ښار نیویارک کې میشته پښتنه مني سانچیز د فیشن د دنیا سره تعلق لري. هغه د پاکستاني او هندي ودونو وډیوز جوړوي، په ټیوب په خپل چینل په فیشن مشورې ورکوي او د سینگار په منصوعاتو تبصرې کوي او جائزه يي اخلي.

مني سانچیز د ٢٦ کلنې میرمن خپل نوم نه دی خو هغه هم په دې نوم د خپل ځان پیژندگلو کوي.

مني سانچیز په یوټیوب خپل چینل باندې د فیشن د منصوعاتو ریویوز یا جائزې کوي او خپل نظر پرې وړاندې کوي چې کوم شی په څه رنگ استعمالیدی شي او څه څه فائدې یا نقصانات يي دي. د فیشن او د ښکلا نه علاوه مني سانچیز په یوټیوب د خندا او د ټوکو وډیوز هم جوړوي.

مني سانچیز د اتوار په ورځ د وي او ای ډیوه شپه په خیر پروگرام کې د وکیل خان سره میلمنه وه. دغه پروگرام تاسو دلته اوریدی شۍ:

http://www.voadeewaradio.com/audio/2775265.html

په یو ټیوب د مني سانچیز لنک:

https://www.youtube.com/watch?v=FR7KobNqeKs

XS
SM
MD
LG