لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لینډ کې د نوي کال هرکلی


جاپان کې خلک سمندري خوراک او میچې خوري چې د نوي کال د پاره نیک شگون گڼلی کیږي. ددې ترڅنگ د بدمت په مندرونو کې خصوصي دعاگانې کولی شي
جاپان کې خلک سمندري خوراک او میچې خوري چې د نوي کال د پاره نیک شگون گڼلی کیږي. ددې ترڅنگ د بدمت په مندرونو کې خصوصي دعاگانې کولی شي
نیوزي لینډ کې د نوي کال د شورو کیدو د پاره تیارۍ نیول شوي دي. د نیوزي لینډ افق به د کال ٢٠١۴ په راتگ د اتش بازۍ په رڼا گانو روښانه شي.
نیوزي لینډ نړۍ کې تر ټولو اول د نوي کال خوشحالۍ کوي او هم هلته نوی کال تر ټولو وړمبی شورو کیږي. دا ساعتونه د تبدیلۍ او د نوي شوروعاتو موقع گڼلی کیږي.
د نیوزي لینډ په لویو ښارونو کې په عامو ځایونو کې د خلکو گڼه گوڼه شورو شوي ده چې نوي کال ته د اتش بازۍ، موسیقۍ او خوشحالۍ تر څنگ هرکلی ووائي
د نیوزي لینډ سره نزدې اسټریلیا کې د ١٥ لکو نه زیات خلک سډني ښار کې راغونډ شوي دي چې په تیرو لسو کالو کې د نوي کال د هرکلي د پاره تر ټولو لویه غونډه ده. په دې موقع به د ښار مشهور اپرا هاوس سره د اوبو په غاړه د اور لوبو ښودنه کولی شي.
جاپان کې خلک سمندري خوراک او میچې خوري چې د نوي کال د پاره نیک شگون گڼلی کیږي. ددې ترڅنگ د بدمت په مندرونو کې خصوصي دعاگانې کولی شي.
فلپائن کې د نوي کال د خوشحالو په لړ د اتش بازۍ او د هوائي ډزو د لاسه تر دا وخت ٢٦٠ کسان وژل شوي دي. او هیواد کې په نزدیو کې شوي د سمندري طوفان د لاسه هم د خلکو جذبي لږې سړې دي.
د نړۍ د گڼ شمیر نورو هیوادونو په لوې ښارونو لکه د روس سرښار ماسکو، لندن او نیویارک کې به هم د نوي کال د راتگ دستورې کولی شي. د نیویارک په ټائمز سکویئر یا چارڅو کې توقع ده چې ١٠ لکه کسان به راجمع کیږی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG