لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان د کډوالو د رجسټرېشن دپاره نوي مرکزونه


د چارواکو په وينا بنو ، ډېره اسماعيل خان ، لکي مروت ، ټانک او کرک ضلعو کې د ۹۷۹ نوؤ کسانو د اندارج سره د شمالي وزيرستان د رجسټرډ شوډ کډوالو شمېره د څلور لاکه اويا زره نه زياته شوې ده .
د چارواکو په وينا بنو ، ډېره اسماعيل خان ، لکي مروت ، ټانک او کرک ضلعو کې د ۹۷۹ نوؤ کسانو د اندارج سره د شمالي وزيرستان د رجسټرډ شوډ کډوالو شمېره د څلور لاکه اويا زره نه زياته شوې ده .

د پاکستان د قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان نه د پوځي اپرېشن څخه د کډوال شوؤ خلکو د رجسټرېشن دپاره د نوؤ مرکزونو جوړولو انتظام شوی دی ، چارواکي وايي دغه مرکزونه به په پېښور او بنو کې جوړولی شي . او هغه کډوال چې تراوسه يې رجسټرېشن نه دی شوی ، دويي کولی شي چې په نوؤ مرکزونو کې ځانونه رجسټرډ کړي .

د پاکستان سرکاري ميډيا د اېف ډي اېم د چارواکو د خلي وايې هغه کډوال چې د خېبرپښتونخوا مرکزي ښار پېښور ته تلي ، هغويي کولی شي چې د حيات اباد په گورنمنټ کالج اف کامرس اېنډ منېجمنټ کې ځانونه رجسټرډ کړي .

د اېف ډي اېم ای مشر ارشد خان په وينا پېښور کې به راتلونکې اوونۍ کې د کډوالو د رجسټرېشن مرکز قائم کړی شي .

د راپورونو ترمخه هغه کډوال چې په جنوبي ضلعو کې مېشته شوي هغوي دې په بنو کې د رجسټرېشن په درې نوؤ مرکزونو چې د بنو په سرکاري کامرس کالج ، سينټينئل ماډل سکول او بنو شوگر مل کې جوړ کړی شوي دي ، ځانونه رجسټرډ کولی شي .

د چارواکو په وينا بنو ، ډېره اسماعيل خان ، لکي مروت ، ټانک او کرک ضلعو کې د ۹۷۹ نوؤ کسانو د اندارج سره د شمالي وزيرستان د رجسټرډ شوډ کډوالو شمېره د څلور لاکه اويا زره نه زياته شوې ده .

د اېف ډي اېم ای ترمخه تراوسه پورې په ۲۷۴۶۴ کډوالو کورنو باندې ۳۲۹ ميليينه روپۍ وېشل شوي دي ، او د بنو په سپورټس کمپليکس کې کډوالو ته د مالي او خوراکي امداد ورکولو سلسله هم دوام لري .

بل لور ته د ملگرو ملتونو لخوا د کډوالو دپاره جوړې ادارې يو اېن اېچ سي ترمخه په بنو کې جوړ نوؤ مرکزونو کې د پاکستاني چارواکو مرستې کوي .

د يو اېن اېچ سي ار وياندې دنيا اسلم خان وائس اف امريکا ته وئيلي ، چې يواځې د زيارت په ورځ يې په دغو درې مرکزونو شپږ زره کسان رجسټرډ کړي دي .

د اېف ډي اېم ای د شمېرو ترمخه د شمالي وزيرستان نه نزدې پينځه لاکه خلک بې کوره شوي دي . چې زياتره کډوال پکې بنو کې د حکومت لخوا په جوړ کېمپ او نور د ډېره اسماعيل خان ، ټانک ، کرک ، لکي مروت سره په پېښور کې د خپلو خپلوانو سره او يا بيا د کرايه په کورونو کې دېره شوي دي .

د اېف ډي اېم ای چارواکي وايي د زياتره کډوالو رجسټرېشن شوی دی ، او هغويې سره مالي او خوراکي مرستې روانې دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG