لاس رسیدونکی لینک

نیپال ته د نړي والو امدادي ادارو د رسیدلو لړۍ پیل شوي


د ملگرو ملتونو د ماشومانو د خیرښیگړې ادارې یونیسف ويلي شا او خوا ١٠ لکه ماشومان امداد ته اړتیا لري

د نیپال سرښار کټمنډو ته د نړي والو امدادي ادارو او د لټون کونکو ډلو د رسیدو لړۍ شورو شوي ده. دوه ورځې وړاندې هیواد کې د زلزلې دلاسه د درې زره او اووه سوه نه زیات کسان مړه شوي او په زرگونو نوز زخمیان دي.

د وي او ای خبریال سټیو هرمین هم د جاپان د ٧٠ کسیزه امدادي ډلې سره په جهاز کې روان وو خود کټمنډو په هوائي اډه د جهازونو د گڼې په وجه د هغه پرواز د تیلو اچولو دپاره کلکتې ته بوتللی شو.

هرمین وايي د هغه پرواز ته خبرداری ورکړی شوی دی چې د کټمنډو په هوائي اډه به گډوډی او بد انتظامي وي ځکه چې د هوائي کنټرول ټاور د وړو زلزلو په وجه خالي کړی شوی دی او په رن وی د هغه خلکو گڼه گوڼه ده چې د هیواد نه بهر تلل غواړي.

د اکسفیم نومې امدادې مشرې هیلن سوکي وي او ای ته ویلي زلزلې نیپال ته غبرگ نقصان رسولی دی، د هیواد د وړاندې نه کمزوري بنیادي اسانتیاوې تباه شوي او به د سیلگرۍ مد ته ملاتړ نشې ورکولی.

د امریکې پشمول د نړۍ د مختلفو هیوادونو امدادي ډلې نیپال کې پرځائې شوي دي چې د ژوندي کسانو د لټون، امداد او بیا رغونې په هلو ځلو کې لاس امداد کوي.

د کټمنډو په هسپتالونو کې د زخمیانو گڼه گوڼه ده او یو ډاکټر ویلي گڼ شمیر خلک سخت زخمیان دي، لاس، پښې او په سرونو يي زخمونه دي.

د خالي په ورځ د اووه اشاریه اته زلزلې ورسته نورې وړې وړې زلزلې هم راغلې او خلک يي سختې ویرې سره مخ کړې دي. د زلزلې مرکز د کټمنډو نه ٨٠ کلومیټرې لرې په شمال مغرب کې وو. لرې پرته سېمو ته لارې بندې دي او ویره څرگندیږي چې د لرې پرتو سېمو نه د خبرونو رارسیدو ورسته د مړو او زخمیانو خلکو په شمیره کې اضافه هم کیدی شي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو د خیرښیگړې ادارې یونیسف ويلي شا او خوا ١٠ لکه ماشومان امداد ته اړتیا لري.

د طبي امداد نړي والې ادارې ايي سي ار سي ویلي په سلگونو نیپالیان او غیرملکیان بې درکه دي.

امریکې نیپال د زلزله ځپلو خلکو د امداد دپاره د یو ملین ډالرو د امداد اعلان کړی دی او په ورجینیا ریاست کې میشته د زلزله په صورت کې د بیړني امداد د یوې ادارې ډله يي نیپال ته لیږلې ده.

XS
SM
MD
LG