لاس رسیدونکی لینک

نیلسن مینډیلا د ٩٥ کاله په عمر کې ساه ورکړه


د خانه جنگۍ په مهال بالاخر نیلسن مینډیلا کال ١٩٩٠ کې د قید نه ازاد کړی شو او د هغه وخت د جنوبي افریقې صدر ایف ډبلیو کلارک سره هیواد کې د اپارتیډ د ختمولو د پاره کامیاب مذاکرات وکړل. کال ١٩٩۴ کې افریقن نشنل کانگرس گوند د نیلسن مینډیلا په مشرۍ کې انتخاباتو کې برخه واخسته او کامیابي يي ترلاسه کړه
د جنوبي افریقا پخواني صدر او هیواد کې د نسلي تعصب خلاف مبارزه کونکې رهنما نیلسن مینډیلا د زیارت په ورځ د ٩٥ کالو په عمر کې ساه ورکړه.
د نیلسن مینډیلا د مرگ اعلان د جنوبي افریقا صدر جیکب زوما سرښار جوهانزبرگ کې وکړو. جیکب زوما وویل نن هیواد خپل عظیم ترین زوی د لاسه ورکړو.
نیلسن مینډیلا د ډیر وخت راهسې سخت ناروغه وو.
د خپل هم نسل تور پوستکو هیوادوالو د پاره د اقلیتي او واک من سپین پوستکو مساوي حقوق گټلو دپاره د مبارزې په سر نیلسن مینډیلا د خپل ژوند ٢٧ کاله په زندان کې تیر کړې وو.
د خانه جنگۍ په مهال بالاخر نیلسن مینډیلا کال ١٩٩٠ کې د قید نه ازاد کړی شو او د هغه وخت د جنوبي افریقې صدر ایف ډبلیو کلارک سره هیواد کې د اپارتیډ د ختمولو د پاره کامیاب مذاکرات وکړل. کال ١٩٩۴ کې افریقن نشنل کانگرس گوند د نیلسن مینډیلا په مشرۍ کې انتخاباتو کې برخه واخسته او کامیابي يي ترلاسه کړه.
د ووټونو گټلو په نتیجه کې نیلسن مینډیلا صدر منتخب شو، نوی آئین يي جوړ کړو او هیواد کې په ماضي کې شوو انساني حقوقو خلاف ورزو د تحقیق د پاره يي ټروت اینډ ریکنسیلینشن کمیشن قائم کړو.
کال ١٩٩٣ کې نیلسن مینډیلا او د جنوبي افریقا پخواني صدر ایف ډبلیو ډې کلارک ته په شریکه د امن انعام ورکړی شو.
د نیلسن مینډیلا د ژوند او مبارزې په هلکه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال نصیر احمد کاکړ خصوصي رپورټ دلته اوریدی شۍ:
XS
SM
MD
LG