لاس رسیدونکی لینک

نيلسن منډيلا خاورو ته وسپارل شو


د وروستې مراسمو په دستوره کې د نيلسن منډيلا د يو لويې عکس د لاندې د هغه د عمر په مناسبت ۹۵ موم بتيانې بلې کړی شوې وې .

د نيلسن منډيلا وروستي مراسم د هغه په پلارنۍ سيمه کونو کې ترسره شو ، او هم هلته خاورو ته وسپارل شو . نيلسن منډيلا د ۹۵ کالو په عمر کې د اوږدې ناروغۍ وروستو د دسمبر په پنځمه نېټه ساه ورکړې وه .

د جنوبي افريقي د پخواني صدر اوهېواد کې د نسلي امتياز په ضد ستر مبارز نيلسن منډيلا خاورو ته وسپارل شو . د نيلسن منډيلا وروستي مراسم د هغه په پلارنۍ سيمه کونو کې ترسره شو ، او هم هلته خاورو ته وسپارل شو . نيلسن منډيلا د ۹۵ کالو په عمر کې د اوږدې ناروغۍ وروستو د دسمبر په پنځمه نېټه ساه ورکړې وه .
د نيلسن منډيلا د ورستو مراسمو دپاره يوه روايتي دستوره جوړه کړی شوې وه . چې پکې روايتې سازونه وغږول شو ، خصوصي عبادتونه او دعاگانې وکړی شوې . دستوره کې د نيلسن منډيلا د يو غټ عکس نه لاندې د هغه د عمر په مناسبت ۹۵ موم بتيانې بلې کړی شوې وې .
د منډيلا په وروستو مراسمو کې د هغه د کورنۍ غړي د افريقي صدرجيکب زوما ، د امريکا پېټرک گېسپرډ او د برطانيې شهزاده چارلس سره د نورو هېوادونو يو شمېر مشرانو گډون اوکړو. په دغو مراسمو کې نزدې ۴۵۰۰ کسان موجود وو .
په دغه مهال د افريقي صدر جيکب زوما او يو شمېر نورو مشرانو ويناوې وکړې . د نيلسن منډيلا خدمات يې وستائل ، او هغه ته يې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې .
د نيلسن منډيلا مړی د افريقي په قامې بېرغ کې انغښتی د خالي په ورځ د پريټوريا نه په خصوصي جهاز کې کونو ته راوړل شوی وو . او هلته ورته د غمژنې موسيقۍ سره گارډ اف انر يا سلامي ورکړی شوې وه .
په پريټوريا کې درې ورځې د نيلسن منډيلا مړی د عامو خلکو د ليدو دپاره اېښودل شوی وو ، او هلته نزدې يو لاک خلکو ليدلی دی . او نور ډېر خلک يې د ليدو نه داسې پاتې شوي دي .
د نهې په ورځ د افريقې په جوهانسبرگ ښار کې هم د نيلسن منډيلا په ياد کې يوه دستوره جوړه کړی شوې وه . او په هغې کې د نړۍ د يو شمېر مشرانو سره په زرگونو خلکو گډون کړی وو .
منډيلا د مړينې نه ۱۰ ورځې وروستو خاورو ته وسپارل شو، لس ورځې د هغه په ياد او درناوي کې دستورې روانې وې .
نيلسن منډيلا په ١٨مه جولايي ١٩١٨ د سويلي افريقې په ترانسکي نومې سيمه کې زيږدلى وو . هغه د جنوبي افريقې وړومبى جمهوري صدر ؤ چې د صدارت موده يې د کال ١٩٩٤څخه تر١٩٩٩ وه . دافريقې دملي کانگريس د عسکري څانگې مشر هم پاتې شوى وو .
هغه د نسلي توپير په ضد د خپلې مبازرې له امله ٢٧ کاله د رابن په جزيره کې بند تير کړى وو، خو د بند په دغه دوران کې يې هم خپل تحريک نه لاس نه وؤ اخستي .
په سويلي افريقه کې نيلسن منډيلا د ماډيبا په نوم هم پيژندل کيږي چې دا د مڼديلا کورنۍ دپاره د وياړ يو خطاب دی .
نيلسن منډيلا د خپلې اوږدې مبارزې اؤ اوږد زنداني ژوند له امله نۀ يواځې ټوله افريقه کې دقدر وړ شخصيت بلل کيږي . بلکې نړۍ هم د هغه مبارزه او خدمات په زرينو ټکو يادوي . همدغه وجه ده چې هر کال ملگري ملتونه د هغه د زيږون ورځ يعنې ١٨جولايي د نيلسن منډيلا د ورځې په توگه نمانځي اؤ په دغه ورځ ټوله نړۍ کې خلک د ښاغلي منډيلا خدماتو ته درناوى وړاندې کوي .
هغه ته د خپلو غوره خدماتو او مبارزې په صله کې د نړۍ په کچ د ٢٥٠ ؤ څخه زياتې جائزې ورکړل شوي چې دامن نوبل انعام هم پکې شامل دی .
XS
SM
MD
LG