لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چودهري نثار وايې طالبانو سره مذاکرات نه دي ځنډيدلي


چودهري نثار ووئيل تراوسه چې څومره غېرجنگيالي طالب قيديان خوشي کړی شوي ، هغه د پوځ په صلاح خوشي کړی شوي دي .
چودهري نثار ووئيل تراوسه چې څومره غېرجنگيالي طالب قيديان خوشي کړی شوي ، هغه د پوځ په صلاح خوشي کړی شوي دي .
د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار وايې طالبانو سره خبرې ځنډېدلي نه دي ، او راتلونکو څو ورځو کې به د حکومت او طالبانو کميټۍ وويني . نوموړی وايې پوځ او حکومت طالبانو سره په مذاکراتو او نورو ټولو معاملو صلاح دي .
د اتوار په ورځ اسلام اباد کې خبرې غونډې ته په وينا کې د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان ووئيل ، د حکومت او طالبانو د کميټو غونډه به په راتلونکو څو ورځو کې وشي او په هغې کې به دواړه فريقه خپلې خپلې ايجنډې وړاندې کړي .
نوموړي ووئيل پوځ او حکومت د مذاکراتو په خبره يو دي ، هغه ووئيل رائې بدلې کيدی شي خو په پاليسو کې فرق نشتی .
چودهري نثار ووئيل تراوسه چې څومره غېرجنگيالي طالب قيديان خوشي کړی شوي ، هغه د پوځ په صلاح خوشي کړی شوي دي . او دا ممکن نه ده چې د پوځ د اعتماد نه بغېر کوم گام واخستل شي .
د کورنو چارو وزير زياته کړه دا سوچ نه شي کيدے چې عسکري قيديان خوشي کړی شي او نه طالبان د هغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي .
هغه ووئيل معاملات هله مخ په وړاندې تلے شي چې د بل اړخ نه غيرپوځي قېديان خوشي شي ، او د عسکري قيديانو د خوشي کيدو خبره به يوې نتيجې ته په رسېدو باندې کولی شي .
د مذاکراتو دپاره د ځايې ټاکلو په اړه د نوموړي وينا وه چې پېښور يا دوه نور داسې ځايونه دي ، چې هغه د خبرو اترو دپاره غوره کړی شي .
د چودهري نثار په وينا مذاکراتو کې وروستووالی د حکومتي کميټۍ د ځينو غړو په ملک کې غېرموجودگي وه ، او د دې ترڅنگ حکومت په وروستيو کې د طالبانو د خپل منځي نښتو جائزه هم اخلي .
چودهري نثار ووئيل د اسلام اباد په سبزۍ منډۍ کې د شوې چاؤدنې په اړه په پلټنو کې پرمختگ شوی اوپه لمړي رپورټ کې مالومه شوې چې د دغې پېښې سره د بلوڅو د تنظيم هېڅ تعلق نشتی ، او د هغې کړۍ د بل ځايي سره ميلاويږي .
د هغه وينا وه سبزۍ منډۍ ته د امرودو پيټۍ د جنوبي پنجاب نه په بس کې راوړل شوي وې ، او بارودي مواد په هغې کې اېښودل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG