لاس رسیدونکی لینک

"نواب شريفه" وزيرستان ته پخېر رالې!


خوئیندې لوڼه مې نن صبا کډوالې دي نو د چا يې ډوډۍ ست درته نشم کولې

زه وزيرستان ېم— د لوړو غرونو اوهسکو شملو وطن— گرانه وزيراعظمه" نواب شريفه" پخېر رالې!

ته د طاقتوره اسلامي ملک پاکستان لومړې مشر يې چې زما په تیرو څوارلسو کالو کې ژوبله شوې سينه باندې دې پښه کېښودله او زما د تار تار گریوان ننداره دې اوکړه – گرانه وزیراعظمه ډیره مننه خو پام کوه زما سينه بارودو خچنه کړیده او دوینې گړوبې پری پروت دی هسې نه ستا په پاکه لمن داغ ولگي—

خو چې رالې نو وس راسره لږه ‍شيبه کېنه— خپله قيصه درته کوومه!

گرانه نواب شريفه – خوئیندې لوڼه مې نن صبا کډوالې دي نو د چا يې ډوډۍ ست درته نشم کولې رانه خفه نشې-

زه وزيرسان یم – د بیټ نيکه د آرمانونومسکن – د خوشحال خان خټک د بازانو ژاله – د سپين گيرو د عزتونو داستان گو او د باچاخان د امن د فلسفې گواه –

وارخطا کېږه مه ډیر اوگده قيصه نه کوومه –

په1947 کې هند دوه ټوټې شو فرنگی لاړو او زه د املوکو په تول کې ستاسو په ویش کې رالم— خو تاته به مالومه یی چې زما ستاسو سره 67 کاله پوره شو خو قانون راباندې وس هم د فرنگي چلیږي— ستا د باچایی یو 17 گریډه افسر پوليټکل زما د خاورې بې تاجه بادشه دی— زما بچو ته ستا په عدالتونو کې د اپيل، وکيل او د دليل حق نشته دی— زما بچي ستاسو پارليمان ته درځي خو خلې ته یی ستاسو د ائین د شق 247 نومې لویه تاله پرته ده— غږ کولې نه شي— د خپل حق غوښتو اجازت ورته نشته— او ځکه خو راته ستاسو په پنجابۍ کې خلق علاقه غیر وایی—

نواب شريفه! زما شپږ نور وروڼه خویندې دي، جنوبي وزيرسان، کرمه، اورکزۍ، باجوړ، خېبر او مومند – د انگریزۍ په حساب زما جایئداد 27000 مربع کلومیټره دی- په وجود ستا دخوښې د ښار لاهور نه 26316 مربع کلومیټره غټ یمه خو تاته به مالومه نه یی چې زما د بچو لپاره دلته ېو پوهنتون هم نشته دی- او دمرېدکې او جهنگ د "پیریانو" په چندو روانې مدرسې په کې ښه ډیرې دي— خو چې زما بچي سوچ کوي چې د لاهور په 684 مربع کلومیټره زمکه 193 حکومتي او شخصي یونیورسټۍ دي نو ته ماته اووایه د گيلې حق لري که نا؟

نواب شريفه! ماله خو د خبرو سم چل هم نه راځي خو که په ساده ټکو کی درته اوویم نو زه ستا د پاکستان په پاچايې کې ډیر خوشحاله نه یمه— زړه مې ټق چوي

او کله کله خو سوچ کوومه چې تاسو مې هډو د خپل وجود برخه نه گڼۍ— زما د خاورې نه منتخب شوي دپارليمان غړي سينې ته ډب ورکوي او نعره وهي چې پاکستان له يې تل بې تنخوا توره والې—

خو وس ماته داسې ښکاري چې تاسو تش د خپل طاقتوره پوځ او نظریاتي پلویانو د تجروبو لپاره ساتلې یمه – د سنکیناگ نه تر تاشقنده او د ریاض نه تر فلسطينه د نړۍ وسله والو زما په سينه مورچې والې دي— زماخپله خله خو ډیره وړه ده خو د نړۍ د غټو خلو خاوندان ستا پوځ ته گوته نيسي چې دغه وسله وال یې دلته د خپلو ژورو منصوبو پوره کولو لپاره ساتلي دي— او هسې هم دويي نه فلسطين او نه کشمير اوگټو خو زما د بچوړو د خټو گټو کورونه يې وړنگول، سکولونه يې ورته تباه کړه، باغونه يې ورله تا له کړل، سړکونه يې ورله وران کړل او د سر سړي يې ترې واڼول— او پاتې بچي مې در په در خاورې په سر دي-

اغه د خوشحال خټک شعر دی— چې زما په خېلخانه په اولس وشول – او دی نه شي په هندو په مسلمان

نواب شريفه! ته میمله یی او زما د خاورې خپل اصول دادي چې د چا نه څه غواړي نا-- خو زه ډیر ودړدیدم، زری زری شوم او عزتونه مې تاله ترغه کېږي— نو ویمه که څه وس دې رسي نو دا لوڼه خویئندی چې مې مسافرې شوي دي څه لار ورته جوړه که چې دويي راستنې شي—

زه خو بله څه لاره نه وينم خو ځيني ځامن مې وايې د پولې اغه پورې غاړې افغانستان پلو ته مې قدر ښه ډېر دی—او د تاریخ په کتابونو کې خو به تا ویلي وي کنه چې زما او د اغی پورې غاړې د خلقو وينه یوه ده— لکه تاسو چې وايې د نيلم دریاب پورې راپورې د کشميریانو وينه شريکه ده— د کشمير لانجمنه قيصه په 1947کې شورو شوه اوزما په سينه په 1893م کې د بیلتون کرښه راښکل شوه او ځامن مې په انتظامي ویش بیل شول— پېړۍ وشې خو دسينې پرهرونه مې تازه دي – اغه د یو شاعر (ر-ب) یو شعر دی

ستا په سينه د کرښې ذکر بیا بیا ځکه کوو— گرانه وطنه ددې زخم دړد مو نه کمېږي-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG