لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وتلی پښتون شاعر او محقق پروفیسر محمد نواز طاير نن په حق رسیدلی دی.


د پښتو ژبې نامتو ليکوال او څیړونکی پروفیسر محمد نواز طاير د ۸۳ کلونو په عمر نن (پنجشنبه) په ملاکنډ کې په حق رسیدلی دی. نوموړي د پښتو شعر، ادب، تحقيق، فولکلور او ژباړې په برخه کې لسګونه کتابونه ليکلي وو. په دې بره سیره هغه د پښتو اکاډمۍ پیښور مشر هم پاتې شوی و.

پروفسر طاير په ۱۹۳۴م کال کې د ملاکنډ په تاڼې کلي کې د خانخيلو په ټبر کې زېږېدلی و. نوموړي په ۱۹۵۷م کال کې له ګورنمنټ کالج لاهور څخه د جغرافيې په څانګه کې ماسټري تر لاسه کړه. له هغه وروسته يې په ۱۹۶۰م کال کې له پېښور پوهنتون څخه پښتو انرز او په ۱۹۶۴م کال کې يې پښتو ماسټر سند تر لاسه کړ.

نوموړي د خپل عمر لويه برخه د پښتو ژبې ادب ته ځانګړې کړې وه او د ژوند تر وروستۍ ورځو شپو پورې له کتاب سره تړلی پاتې شو. نوموړي که يو خوا پراخه مطاله درلوده نو بلخوا يې د پښتو ادب لمن ته خپل ۱۰۲ کتابونه وسپارل-

دا چې په پښتو ادب کې د نوموړي ځانګړتيا څه وه او پر کومو موضوعاتو يې زيات کار کړی و؟ د پښتو اکاډمۍ مشر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير وايي چې پروفېسر طاير د فولکلور او ماشومانو ادب په برخه کې ځانګړی کار کړی دی. د نوموړي په وينا د فولکلور داسې ډېر کم اړخونه به پاتې وي چې پروفېسر طاير يا خپله کار نه وي پر کړی يا يې له نورو ژبو ژباړلي نه وي.

پروفېسر طاير د پښتو ۱۲ زره روحي متلونو راټول کړي او په پښتو، اردو او انګريزي ژبو کې يې چاپ کړي دي- ليک د مشال ریډیو په مننه

د محمد نواز طایر د ژوند په حقله د پروفیسر اباسين یوسفزۍ د وي او ډیوه همکار رحمان بونيري سره خبری

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

د محمد نواز طایر د ژوند په حقله د پروفیسر سلما شاهين د وي او ډیوه همکار رحمان بونيري سره خبری

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:37 0:00

د ښاغلي نواز طایر یو څو شعرونه

ما به چې کله هم ستا لاس کتلو
په دغه کرښو کې مې دا لټول
چې کومه کرښه زما زړه ته تلې

ستا تصویرونو ته چې وګورمه
زما ددوي نه دا ګیله پیداشي
چې دوي زما نه مرور ولې دي

مونږه د ژمي د قیصو عادت یو
تیره ده هاغه د قیصو زمانه
اوس ماشومان په ګډیدو ميين دي

راځه راځه چې کټ دالان ته یوسو
بهر به کینو مشغولا به کوو
ما له د ستورو رڼا خوند راکوي

رازونه پټ سينه کې مه گرځوه

دا خزانه چرته محروم له ورکړه

هسې نا تا سره دا هم ښخه شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG