لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف: پاکستان او هند دخبرو د لارې مخ په وړاندې تلی شي


نوازشريف د امريکې د سېنېټرانو پلاوي ته وئيلي ، پاکستان او هند د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې تلی شي .
نوازشريف د امريکې د سېنېټرانو پلاوي ته وئيلي ، پاکستان او هند د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې تلی شي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د گل په ورځ د امريکې د دوه کسيزه سېنېټرانو پلاوي سره په اسلام اباد کې ليدلي ، او د ليدني په مهال يي ورسره د امريکې او پاکستان په دوه اړخيزه اړيکو او د سيمي په حالاتو باندې خبرې کړي دي .

د سرکاري بيان ترمخه د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف او امريکايي سېنېټرانو ټم کين ا و انگس کنگ ترمينځ شوي ملاقات کې د هندوستان سره په پوله ورکنگ باؤنډرۍ او لائن اف کنټرول د ډزو د تازه پېښو او د هغې نه وروستو د رامنځته شوؤ حالاتو په اړه هم خبرې اترې شوي دي .

نوازشريف د امريکې د سېنېټرانو پلاوي ته وئيلي ، پاکستان او هند د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې تلی شي . نوموړي په خبرو کې د هندوستان لخوا د خارجه سېکټريانو په کچه د دوه اړخيزه مذاکراتو ځنډېدو په خبره خفگان څرگند کړی دی .

د گل په ورځ سېنېټرانو سره ليدنه کې وزيراعظم نوازشريف د امريکې لخوا په پاکستان کې د بهاشا او داسو ډيمونو په مرسته کولو پلاوي ته د امريکې مننه کړې ده .

وزيراعظم وئيلي ، د امريکې سره په اړيکو کې پاکستان تجارت ډېرمهم گڼي ، او زياته کړې يي ده چې د امريکې منډيانو ته دې پاکستاني مصنوعات په ښه طرېقې سره ورسول شي .

له دې وړاندې د امريکې دواړو سېنېټرانو ټم کين او انگس کنگ د وزيراعظم د قامي سلامتۍ او خارجه امورو صلاح کار سرتاج عزيز سره هم ليدلي دي .

د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان ترمخه سرتاج عزيز امريکايي سېنېټران د هندوستان سره د پر امنه اړيکو ساتلو په اړه د پاکستان د موقف نه خبر کړي دي ، او په پوله د تازه اړي گړي په اړه يي اندېښنه څرگند کړې ده .

د بيان ترمخه امريکايي سېنېټرانو د ترهگرۍ د خاتمې په لړ کې د پاکستان د کردار ستائنه کړې ، او وئيلي يي دي د ترهگرۍ د ختمولو دپاره د دغې مسلې علتونه د مينځه وړلو ته اړتيا لري .

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG