لاس رسیدونکی لینک

نوازشریف: بنگله دیش د جوړیدو څخه چا عبرت وا نه خیستلو


د څوارلسم اگست مانځلو په مناسبت لاهور کښې میډېا سره خبرو کښې پخوانې وزېر اعظم وویل پاکستان په جمهورې لاره تر لاسه کړې شوې و خو د بده مرغه تیرو اویا کالونو کښې د اولس ووټ ته سپک کتلې شوي دي

د پاکستان پخواني وزېر اعظم نواز شریف فوجی ډکټیټرانو او ددوې سره ملاټړ کوونکو ادارو باندې په هیواد کښې د جمهورې نظام په لار کښې د خنډانو اچوولو تورونه تکرار کړي او الزام يي لګوولې چې د غه قوتونو تل د ووټ تقدس پښو دلاندې کړی دی.

د څوارلسم اگست مانځلو په مناسبت لاهور کښې میډېا سره خبرو کښې پخوانې وزېر اعظم وویل پاکستان په جمهورې لاره تر لاسه کړې شوې و خو د بده مرغه تیرو اویا کالونو کښې د اولس ووټ ته سپک کتلې شوي دي.

نواز شرېف وویل چې د دغه زورورتییا له کبله پاکستان مات شو ځکه چې د مشرقې پاکستان د اوولس د ووټ درناوې ونکړي شو او وس هم د هیواد هاغه قوتونه د دې نه عبرت نه اخلې څوک چې د هیواد د ماتيدو ذمه دار وو.

دا په داسې حال چې د سترې محکمې پنځه کسیزه بینچ لخوا نا اهله ګرځوولو وورستو د خپل سیاسي طاقت ښودلو لپاره نواز شرېف د اسلام اباد څخه لاهور ته په څلور ورځو کښې سفر مکمل کړېدی.

او ځاې په ځاې راغونډ شوي پلویانو ته وېنا کښې نواز شرېف عدالتې فیصله د اولس د ووټ سپکاوې بله او دریځ خپل کړې و چې په لکونو ولس د ووټ د لارې وزېر اعظم ووټاکې نو بیا پنځو تنانو ته دا اختیار چا ورکړی چې د ولس مشر د چوکۍ نه کوزوي.

بلخواه لاهور هاې کورټ د نواز شرېف دهغه بیانونو په سر د ده خلاف د عدالت د سپکاوې په تور د کارواي عرېضه د اورېدنې لپاره منظور کړي او سبا له به عدالت اورېدنه پیل کړي.

XS
SM
MD
LG