دتیرو ۲۵ کلونو راهسې دځنډ ښکار تاپي ګيس پاېپ لاېن منصوبی پرانسته نن د ترکمانستان په مرکزي ښار میري کې شوی. د۱۰ بلینه ډالرو دغه لویه منصوبی سره به د ترکمانستان نه افغانستان بیا پاکستان او هند ته قدرتي ګیس رارسي. د دغی منصوبي مقصد د ۱۸۰۰ کلومیټره اوږد پاېپ لاېن په لار ۳۳ بلینه کیوبک میټره ګیس رارسول دي.
د منصوبی د پرانستی په دستوره کې د افغانستان اولس مشر اشرف غني، د پاکستان وزیراعظم نواز شریف، د هندوستان ناېب صدر حامن انصاري او د ترکمانستان صدر قربان ګلي بردي محمدوف موجود وو.د دستوری په محال د وینا په وخت د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وېلي چې تاپي یواځی د ګیس پاېپ لاېن منصوبه نه ده. دا منصوبه به د مرکزي ایشیا او سوېلي ایشیا د هیوادونو تر منځه د سیمه ایز اقتصاد او همکارۍ سوا کولو نوی لاری خلاصوي.
په ترکمانستان کې د پاکستان سفیر ډاکټر عبدالمالک واېس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وېلي پاکستان دا وخت د انرجۍ د کمۍ سره مخ دی او د ټاپی منصوبه به په دغه کمۍ پوره کولو کې لوې کردار اولوبوي. سفیر د ډیوه ریډیو د یوی پوښتنی په ځواب کې وېلي د منصوبی د تحفظ لپاره ټولو هیوادونو تر منځه همکاري شویده. د ډاکټر عبدالمالک په وینادا منصوبه د افغانستان، هندوستان، ترکمانستان لپاره هم هغه شان ګټه وره ده څومره چې د پاکستان لپاره ده. په ترکمانستان کې د پاکستان سفیر سره مرکه د ډیوه همکار رحمان بونیري کړی تاسو ېې په لاندیني لنک اوریدی شۍ.
د تاپي منصوبی لپاره به هندوستان پاکستان ته ۲۵۰ ملینه ډالره د ټرانرټ فیس په مد کې ورکوي او هم دومره پیسی به بیا پاکستان افغانستان ته ورکوي. په ترکمانستان کې چارواکي طمعه لری دغه منصوبه به د کال ۲۰۱۹ پوری پاېې ته اورسي. دتاپي منصوبی نه به پاکستان ته د ورځ په حساب ۱۳۲۵ ملینه کمعب فټ قدرتي ګیس ترلاسه کیږي.
د څیړونکو په وینا که دغه منصوبه سر ته رسي نو په سیمه کې د امن پرځاې کولو کې هم مهم رول لوبولی شي. او ددغې منصوبی سره هندوستان او پاکستان یو بل ته نزدی کولې شي چې په افغانستان کې د امن پرځاې کولو کې خپل رول ترسره کړي.
که څه هم پاکستاني چارواکي واېي د تاپي منصوبی پوره کیدو سره به د کال ۲۰۱۹ پوری ګیس ترلاسه کول شورو کړي خو د دغه منصوبي په لار کې امنیت به یوغټ خنډ وي ځکه دغه پاېپ لاېن به په پاکستان او افغانستان کې د هغه سیمو نه تیریږي چرته چې ناارامي ده.