لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر ايجنسي : د نېټو د تېلو په ټېنکر بريد کې دوه کسان وژل شوي


د تېرې اوونۍ راهسې په جمرود تحصيل کې دغه درېم بريد دی ، چې نن د گل په سحر رامنځته شو .
د تېرې اوونۍ راهسې په جمرود تحصيل کې دغه درېم بريد دی ، چې نن د گل په سحر رامنځته شو .

د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور سره نزدې د پاکستان قبائيلي سيمي خيبرايجنسۍ په جمرود تحصيل کې افغانستان کې د نيټو ځواکونو تېل وړونکي ټېنکر باندې نامالومه وسله والو ډزې کړي ، چې پکې د ټېنکر ډرائيور او کلينډر وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه افغانستان کې د موجودو نيټو ځواکونو ته تېل وړونکي ټېنکر باندې نن د گل په ورځ سحر د خېبرايجنسۍ جمرود تحصيل په وزيرډنډ علاقه کې هغه وخت نامالومه وسله والو ډزې پېل کړې ، چې د تېلو ډک گاډی د تورخم په لار روان ؤ ، په ډزو کې د ټېنکر ډرائيور او ډرائيور دواړه وژل شوي دي .

د سرچينو ترمخه حمله کوؤنکو د ډزو وروستو ټېنکر ته اور اچولی ، او سوځولی يې دی .

راپورونه وايي پېښه کې د وژل شوي ډرائيور تعلق د لنډي کوتل او کلينډر تعلق د لکي مروت سره وو .

له دې وړاندې د تېر زيارت په ورځ هم د خېبر ايجنسۍ په سورکمر علاقه کې نامالومه موټر سائيکل سورو د تېلو په دوه نورو ټېنکرو ډزې کړې وې ، او په هغې پېښه کې يو ډرائيور وژل شوی او درې نور کسان ژوبل شوي وو . او ټېنکرې هم سوځېدلې وې .

او د هغې نه دوه وړاندې هم په يو بل ټېنکر ډزو کې دوه نور ډرائيوراو کلېنډر وژل شوي وو . د تېرې اوونۍ راهسې په جمرود تحصيل کې دغه درېم بريد دی ، چې نن د گل په سحر رامنځته شو .

افغانستان کې موجودو بهرنو اتحادي ځواکونو نيټو او اېساف ته د پاکستان د لارې د تېلو او نورو سامانونو وړونکو کنټېنرو او د تېلو ټېنکرو باندې په خيبرايجنسۍ او د بلوچستان په مختلفو علاقو کې هم بريدونه شوي ، او د مرگ ژوبلې رامنځته کېدو ترڅنگ پکې گاډي هم سوځول شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG