لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور : د نيټو په کنټينرو ډزو کې دوه کسان وژل شوي


پېښه کې د دوه ډرائيورانو د وژنې سره وسله والو دوه نور کسان هم ځان سره تښتولي دي .
پېښه کې د دوه ډرائيورانو د وژنې سره وسله والو دوه نور کسان هم ځان سره تښتولي دي .
د خيبرپښتونخوا سرښار پېښور او قبائيلي سيمي خيبرايجنسۍ په پوله پرته سيمه وزير ډنډ مارکيټ کې وسله والو د نيټو په کنټينرو ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې دوه ډرائيوران وژل شوي دي . اوحمله کوؤنکو وسله والو دوه نور کسان ځان سره تښتولي دي .
د راپورونو ترمخه د پېښور او خيبرايجنسۍ په وزير ډنډ مارکيټ کې دغه پېښه نن د گل په سحر په داسې ځايي کې رامنځته شوې ده ، چې په دغه ځايې کې د پوليس او خاصه دارو چيک پوستې هم دي .
د پېښې د عيني شاهدينو په وينا د نيټو کنټينرې د پېښور نه افغانستان پله روانې وې ، چې وزيرډنډ مارکيټ کې پرې د ۳۰ نه تر ۴۰ پورې وسله والو ډزې پيل کړې . او د ډزو سره سم په کنټينرو اور هم لگېدلی دی ، او دوه کنټينرې پکې سوځيدلي دي .
د راپورونو ترمخه پېښه کې د دوه ډرائيورانو د وژنې سره وسله والو دوه نور کسان هم ځان سره تښتولي دي .
افغانستان کې موجودو د نيټو ځواکونو ته د پاکستان په لاره د سامانونو سپلائي کيږي ، چې د دغې کار دپاره د کراچۍ نه يوه لار د پېښور او تورخم په پوله ، او بله هم د کراچۍ نه د بلوچستان د چمن د پولې لار کاريږي .
دا لمړی ځل نه دی ، چې د نيټو کنټينرې يا د تيلو د ټينکرو کاروان په هدف کيږي ، بلکې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه پېښې رامنځته شوي او په دغو کاروانونو بريدونه شوي دي ، چې پکې زياتره د پېښور نه په جمرود روډ خيبرايجنسۍ او بلوچستان په مختلفو علاقو کې رامنځته شوي دي .
تيره مياشت د جمرود په لار نيټو ته په سامانونو وړونکو کنټينرو باندې په بيلا بيلو بريدونو کې درې کسان وژل شوي او څور نور ژوبل شوي وو ، او د هغې نه وړاندې د مارچ په مياشت کې هم په جمرود باندې يو بل ډرائيور وژل شوی ؤ.
په دغه رقم پېښو کې يو شمير نور ډرائيوران او کلينران هم وژل شوي او په لويه شميره کې کنټينرې او د تيلو ټينکرې سوځول شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG