لاس رسیدونکی لینک

" چې گاډی روان وي تبۍ باندې وي "


د دهرنې له کبله ولاړ د يو گاډي ډرائيور وايې ، چې گاډی يې روان وي د کور تبۍ يې باندې وي او چې گاډی ودريږي تبۍ يې لاندې شي

"چې گاډی روان وي تبۍ باندې وي او چې ودريږي تبۍ لاندې شي " . دغه خبرې د هغې ډرائيور دې چې گاډی يې افغانستان کې د نيټوځواکونو د مال نه ډک دی او د کراچۍ بندر نه بهر په دې طمع دی چې کله به د لار خلاصېدو اعلان کيږي او دی به گاډی روانوي .


"چې گاډی روان وي تبۍ باندې وي او چې ودريږي تبۍ لاندې شي " .
دغه خبرې د هغې ډرائيور دې چې گاډی يې افغانستان کې د نيټوځواکونو د مال نه ډک دی او د کراچۍ بندر نه بهر په دې طمع دی چې کله به د لار خلاصېدو اعلان کيږي او دی به گاډی روانوي .
د کراچۍ نه افغانستان ته د مال وړونکو گاډو د اتحاديي مشر نسيم خان شنواری وايې ، مونږ سره نزدې ۷۰۰۰ گاډي دي چې هغه افغانستان کې د نيټو او افغان ټرانزټ مالونه وړي .
وائس اف امريکا ډيوه رېډيو سره خبرو کې نوموړي وويل ، پېښور او لار کې په نورو ځايونو کې د تحريک انصاف ډلې لخوا د نيټو د سپلائې د بندېز له کبله افغانستان ته مال وړونکي گاډي په لار کې ودرېدلي دي .
"ټول ۱۰۰۰ گاډي په لار کې ودرېدلي دي په دې کې د نيټو د ۷۰۰ پورې گاډي دي . چې کله دا دهرنا وشوه نيم په پېښور کې ودرېدل او د هغو په ډرائيورانو يې تشدد وکړو . نيم په ميا والۍ کې ولاړ دي ، نيم په اټک ، نيم د پنجاب په رحيم يارخان او چې کوم گاډي د قندهار په لار تلل هغه په جېکب اباد کې ولاړدي .
دغو گاډو ته په لار کې دا مشکلات دي چې هوټل والا يې په هوټل کې نه پرېږدي په روډ چې ودريږي عوام يې تالا کوي او چې کومي ايريا ته ورسي هغه پوليس ورته وايې چې همارے ايريا سے باهر نکلو ".
نسيم خان زياته کړه ، دغه گاډي چې په لار کې د مالونو نه ډک ودريږي ، د ورځې په سر يو گاډي ته نزدې ۳۰۰۰۰ روپۍ تاوان اوړي .
دکراچۍ بندر مخې ته افغانستان کې د نيټو د استعمال گاډي په ټرکونو بار دي
دکراچۍ بندر مخې ته افغانستان کې د نيټو د استعمال گاډي په ټرکونو بار دي
دغه رنگ د کراچۍ نه افغانستان کې د نيټو او افغان ټرانزټ د مال وړونکو گاډو ډرائيوران وايې ، مونږ خو د مخکې نه په لار د ستونځو سره مخ يُو . او وس راته په ښکاره لارې ونيول شوي . ډيوه رېډيو سره خبرو کې د نيټو د مال نه د ډک گاډي ډرائيور عالمزېب وويل ، چې دغه گاډي ودريږي نو زور يې ټول غريب ته رسي .
"دا خو د عمران خان خوښه ده چې څه کوي خپله يې يو گېم جوړ کړی دی چې هر څنگه وي . هغه خبره ده چې گاډی روان وي تبۍ مو باندې وي او چې گاډی مو ودريږي تبۍ مو لاندې شي د روټۍ درک بيا نه لگي ، خامخا ښځې زنانه ماشومان بيا ټول خفه وي " .
يو بل ډرائيور بيا وايې ، په دوه کې اټاله يُو. يو پله راته وئيل کيږي چې مالونه پورته کوئ روانېږئ ، او بل پله مو گاډي ودرول کيږي بيا مونږ څه وکړو .
" زما نوم نعمت خان دی او د پېښور يم ، يو طرفته ته وايې چې مالونه واچوئ او او بل طرفته وايې مه رواړئ ، نو نه پوهېږو چې څه وکړو . سياست دانان خپلو کې سره ميلاؤ دي او مخلوق يې خپلو کې په جنگ اچولی دی . وس مونږه هم غريب خلک يُو مونږ ته هم واړه واړه بچي کور کې ناست دي مور پلار مو دي .
کور دی اوُر دی دا ساتنه غواړي نو چې مونږ مزدوري نه کوؤ نو دا به څوک ساتي . زمونږپه پېښور کې گاډي دي دا عمران خان پارټۍ والا راوتي دي ډرائيوران يې وهلي دي بې غزته کړي يې دي ، گاډو له يې شيشې ماتې کړي دي نو د دې خلکو څه گناه ده ".
د مال وړونکو گاډو د اتحاديي مشر نسيم خان وايې ، احتجاج او دهرنا که څوک کوي مونږ ته دې د مخکې نه خبرکوي نو مونږ به يې هم مرسته کوؤ. خو خبرداری راته څوک نه کوي او دپاسه مو گاډي سوزوي ، خلک د گاډو نه مالونه لوټي او په ډرائيورانو کلېنډرانو راله تشدد هم کوي .
نوموړی دا تور هم پورې کوي . چې وس په پېښور کې خلکو د کنټېنرو سيلونه مات کړل ، بيا چې کله مونږ د دغو سيلونو دپاره په تاڼه کې اېف ائي اريا رپورټ درج کوؤ نو يو لاک روپۍ رانه غواړي ، او رپورټ د هغې نه وروسته درج کوي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG