لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو: پاکستان طالبانو ته د خوندي ځایونو په نه ورکولو کې مهم رول لوبولی شي


د ناټو عمومي مشر ین سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته په یوې خبري غونډه کې وویل، په افغانستان کې د سولې راتګ په ټوله سیمه کې د سولې په معنی ده.

ده وویلي، افغانستان ته د ټولو ګاونډیو هېوادونو رغنده رول په کار دی.

په پاکستان باندې د اوږدې مودې راهیسې تورورنه لګول کیږي چې هغو ترهګرو ته یې ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کی بریدونه کوي، خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په اګسټ کې د افغانستان په اړه د خپلې نوې سټراټېژۍ د اعلان پرمهال پاکستان ته خبرداری ورکړ چې باید د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي قومندان جان نیکولسن په برسلز کې خبریالانو ته د وینا پرمهال وویل، چې امریکا له پاکستان سره په لوړه کچه خبرې کوي چې د هغو ترهګرو پرضد په ګډه کار وکړي چې د ټولې سیمې ثبات ګواښي.

ده وړاندې وویل، پاکستان د هغو ترهګرو پرضد سخته جګړه کړې چې ددوي د حکومت پرضد دي، اوس مونږ ورڅخه غواړو چې د هغو ترهګرو پرضد هم جګړه وکړي چې په افغانستان او نړیوال ایتلاف باندې بریدونه کوي.

ده هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې به پدې برخه کې بدلون ولیدل شي او که پاکستان پدې برخه کې له مونږ سره کار وکړي نو ځینې امتیازات به هم ولري.

د ناټو سرمنشي دا هم وویل چې قطر او عربي متحده اماراتو هم غوښتي چې په افغانستان کې د ناټو له قاطع ماموریت سره مرسته وکړي چې ددوي له ملاتړ څخه جوتېږي چې افغانستان نړیوال ملاتړ له ځانه سره لري خو ده په ناټو کې د یادو هېوادونو د ګډون په اړه څه وه نه وی.

د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې پریکړه وشوه چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ نور سرتیري هم واستول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG