لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي سي بي مشري بيا نجم سيټهي ته وسپارل شوه


دا درېم ځل دی ، چې ذکا اشرف د پي سي بي د مشرۍ نه لرې کيږي ، او نجم سيټهي دغه څوکۍ سمبالوي .
دا درېم ځل دی ، چې ذکا اشرف د پي سي بي د مشرۍ نه لرې کيږي ، او نجم سيټهي دغه څوکۍ سمبالوي .
د پاکستان سترې محکمې د اسلام اباد هائي کورټ هغه فېصله ماته کړې ، چې تر لاندې يې د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي ) مشر ذکا اشرف جوړ کړی شوی ؤ ، او د سترې محکمې د فېصلې سره نجم سيټهي بيا د پي سي بي مشر جوړ شوی دی .
تيره اوونۍ د اسلام اباد هائيکورټ د وزيراعظم نواز شريف لخوا د ذکا اشرف د لرې کولو په ضد خواست باندې فيصله اورولې وه ، او ذکا اشرف يي بيا بحال کړی ؤ .
د تير کال راهسې دا درېم ځل دی ، چې ذکا اشرف د پي سي بي د مشرۍ نه لرې کيږي ، او نجم سيټهي دغه څوکۍ سمبالوي .
د اسلام اباد هائي کورټ د فيصلې په ضد د بين الصوبايي رابطې وزات د يادې وکيلي عاصمه جهانگير په زريعه ستره محکمه کې اپيل کړی ؤ ، او د سترې محکمې د قاضي جسټس انور ظهيرجمالي په مشرۍ درې کسيزه بنچ دغه خواست د اوريدنې دپاره منظور کړی او د مئ په ۲۷م يې دواړه فريقه عدالت ته غوښتي دي .
عاصمه جهانگير په خواست کې موقف خپل کړی ؤ ، چې د اسلام اباد هائيکورټ فيصله په انتظامي واک کې د مداخلت برابره ده ، او د دغه ډول فيصلو نه د کرکټ لوبه اغېزمنده کيږي . نوموړې په خپلو دلائلو کې وئيلي چې نجم سيټهي په دغه څوکۍ وزيراعظم لگولی ؤ ، او وزيراعظم د پي سي بي سرپرست اعلي هم دی .
تيرکال د اسلام اباد هائيکورټ د ذکا اشرف په ضد د ضابطې خلاف د يو خواست په اوريدنه کې هغه د څوکۍ څخه د لرې کولو فيصله اورولې وه ، او وزيراعظم نوازشريف بيا نجم سيټهي د کرکټ بورډ موقتي مشر جوړ کړی ؤ .
د روان کال په سر کې د اسلام اباد سترې محکمې ذکا اشرف بيا په ځايي کړی ، خو لږه موده وروستو وزيراعظم هغه بيا د څوکۍ نه لرې کړی ؤ ، او د بورډ د انتظام چلولو دپاره يې يوه موقتي کميټي جوړه کړې او دغې کميټۍ نجم سيټهي بيا د پي سي بي مشر ټاکلی ؤ .
ذکا اشرف بيا د دغې فېصلي په ضد هم اسلام اباد هائيکورټ کې خواست کړی ؤ ، او د تېر خالي په ورځ محکمې هغه بيا په خپله څوکۍ په ځايې کولو امر جاري کړی ؤ .
ولې نن د شوور په ورځ سترې محکمې د اسلام اباد هائيکورټ د هغې فېصلې په ضد امر جاري کړو ، او نجم سيټهي سره د خپلې کميټۍ بيا په خپل ځايي شو .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG