د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د خلقو په زور د بې درکه کولو په سر سختې فکر مندۍ ښودل شوی دي.
د قامي اسمبلۍ غړو د حکومت نه غوښتنه کړې ده چې د بلوچستان اذادۍ غوښتونکي تحريک بلوچستان لبریشن فرنټ یا بي ایل اېف مشر ډاکټرالله نذربلوچ د کورنۍ په زور د بی درکه کولو پلټنې دې وکړي.
پایه تخت اسلام اباد کې د بحث په وخت حکومتي غړې تهمینه دولتانه ويلي د یو ښځې په حیث ورته ډیر افسوس شوی چې ددوي په ټولنه کې د ښځو سره اکثر ناروا سلوک کېږي اوداچې د سړو سزا ښځو ته ورکول کېږي.
د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر د سرحداتو او قبایلي چارو مرکزي وزیر ته ویلي ایوان په دغه پېښه باندې ډېر فکرمند دی او نوموړي ته ویلي چې د بلوچستان حکومت نه دې په سمدستې توګه رپورټ ترلاسه کولو وروستو ایوان ددغه معاملي نه خبر کړي.
اخوا د بي ایل اېف مشر ډاکټر الله نذر په ټوېټر ویب پاڼه باندې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته نېغ په نېغه یو پېغام کې ویلي چې دهغه د میرمن نه يې په زور اقبالي بیان اخستی او داچې دوي به ددغه جنګي جرمونو لپاره ذمه وار ګرزول کېږي.
قامي اسمبلۍ کې د امنیتي ځواکونو لخوا د الله نذر دکورنۍ غړو په زور بې درکوباندې د فکرمندۍ وروستو د بلوچستان د کورنو چارو وزیر مير سرفراز بګتي د جمعې په ورځ ناوخته وویل صوبايي حکومت د الله نذراو د بلوچستان لبریشن ارمي مشر اسلم اچو د کورنۍ غړي د اېف سي یا ملېشا ځواکونو د ولقې نه راخلاص کړي.
نوموړي یو خبرې کانفرنس ته وویل د ډاکټر الله نذر میرمن او لور په شمول درې ښځې او څلور ماشومان د پاک افغان سرحدي پولې سره نزدې د چمن ښارنه نیولی شوي وو.
سرفراز بګتي ویلي دغه تنان د وزیراعلا نواب ثناالله زهري په حکم خوشې کولو وروستو کراچۍ ته لیګلی شوي.