لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : د جيټ بمبارۍ کې جنگيالي وژل شوي ، پينځه ځالې تباه


د تېرې مياشتې په ۱۵م نېټه شمالي وزيرستان کې د پوځ لخوا د ضرب عضب په نوم د وسله والو طالبانو په ضد عمليات پېل کړی شوي ، او د پوځ چارواکي وايي دغه عمليات په کاميابۍ سره روان دي .

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار ترمخه شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد روان اپرېشن کې نن د اتوار په ورځ د جيټ الوتکو په بمبارۍ کې يو شمېر ترهگر وژل شوي ، او د ترهگرو پينځه ځالې تباه کړی شوي دي .

د پوځ لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې نن د اتوار په ورځ پوځ د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د ترهگرو پټې ځالې د جيټ الوتکو د لارې په هدف کړي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه تازه عملياتو کې يو شمېر ترهگر وژل شوي ، چې زيات پکې بهرني ازبک او نور ځايي جنگيالي هم شامل دي . او د جيټ په بمبارۍ کې د جنگيالو پينځه ځالې تباه کړی شوي ، او په غټه کچه يې د وسلې ذخيرې الوزول شوي دي .

د خالي په ورځ هم د پوځ د مطبوعاتي څانگې ائي اېس پي ار وئيلي ؤ ، چې د ميرعلي په علاقه کې د جنگيالو لخوا د پوځ په يو پوسته د بريد وروستو ، په سيمه کې ترهگرو باندې د جيټ بمباري شوې ، او ۱۳ وسله وال پکې وژل شوي وو .

د تېرې مياشتې په ۱۵م نېټه شمالي وزيرستان کې د پوځ لخوا د ضرب عضب په نوم د وسله والو طالبانو په ضد عمليات پېل کړی شوي ، او د پوځ چارواکي وايي دغه عمليات په کاميابۍ سره روان دي .

د پوځ د شمېرې ترمخه تراوسه پورې په دغو عملياتو کې د ۴۰۰ نه زيات ملکي او بهر ملکي جنگيالي وژل شوي ، او پوځ ادعا کوي چې د عملياتو په مهال د جنگيالو پټې ځالې ، د هغويې د وسلې ذخيرې او تربيتي مرکزونه هم تباه کړی شوي دي .

شمالي وزيرستان کې د پوځ اپرېشن له امله نزدې اته لاکه کسان بې کوره شوي ، او دغه کسان دا وخت بنو ، ډېره اسماعيل خان ، ټانک ، او پېښور سره په نورو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي .

د سرکاري ميډيا ترمخه مرکزي حکومت تر اوسه پورې دکډوالو دپاره اته اربه روپۍ جاري کړي دي . او د ۲۹ زرو نه په زياتو کورونو باندې ۳۵ کروړه او ۸۲ لاکه امدادي روپۍ وېشل شوي دي .

XS
SM
MD
LG