لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې دغيرملکيانو پشمول ٤٠ جنگيالي وژل شوي


د امنيتي سرچينوترمخه په بمبارۍ کې د خارجي وسله والو په گډونن 40 جنگيالي وژل شوي دي

امنيتي چارواکي وائي چې جنگي الوتکو تيره شپه دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې دبهرنيانو پشمول ٤٠ جنگيالي وژل شوي دي.


امنيتي چارواکي وائي چې جنگي الوتکو تيره شپه دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې دبهرنيانو پشمول ٤٠ جنگيالي وژل شوي دي.
د راپورونو ترمخه د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې پاکستاني پوځ د جېټ الوتکو د لارې د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان د ميرعلي تحصيل په عيسو خيلو او خوشحالي علاقه کې د جنگيالو په پټو ځالو بمباري کړې ده
د سيمې څخه د رارسېدلو خبرونو ترمخه امنيتي سرتېرو د جيټ الوتکو په بمبارۍ د عيسو خيلو پتاسي اډه او خوشحالي يوه هديره او نور ې پينځه علاقې په نخښه کړي دي .
د راپورونو ترمخه بمبارۍ کې د جنگيالو د پټو ځالو سره په غټه کچه د وسلې او بارودو ذخيرې هم تباه کړی شوي دي
.د سرچينو ترمخه په هدف شوؤ سيمو کې د طالبانو د گل بهادر ډلې پلويان شتون لرې ، ولې داسې راپورونه هم دي چې په دغه سيمه کې د پاکستاني طالبانو ترڅنگ د حقاني شبکې ، القاعدې ، ازبک او تاجک بهرملکيانو په گډون نورې وسله والې ډلې هم فعاليتونه لري .
امنيتې سرچينې وايې چې د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو وروستو يې په شمالي وزيرستان کې دغه هدفي عمليات کړي دي . او په هېواد کې د روانې ترهگرۍ اړيکې نېغ په نېغه د شمالي وزيرستان سره تړلي دي
رائيټرز ديو حکومتي چارواکي له خُلې دعوه کړې چې ددغو فضائي حملو اجازت دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ورکړى.
دپوځ لخوا چې دجيټ الوتکو څخه شمالي وزيرستان کې دتندلارو کومې ځالې په نخښه کړل شوي په هغې کې دازبک اؤ تاجک جنگيالو تربيتي مرکزونه هم شامل دي.
پوځي سرچينې وائي پوځي عملياتو کې گڼ شمير تندلاري ژوبل شوي هم دي.
سرچينې وائي لمړۍ حمله دابو بصير په ځاله ترسره شوې چې پکې هغه وژل شوى اؤ وروستو دتاجک، ازبک، ترکمن جنگيالو په ضد فضائي حملې شوي، په وروستي بريد کې يو تاجک کمانډر هم وژل شوى.
سرچينې وائي دجيټ الوتکو څخه يوه حمله دټي ټي پي په يوه ځاله ترسره شوې چې پکې ١٥ تندلاري وژل شوي اؤ دپاکستاني طالبانو دعبدالرزاق نومې کمانډر په ځاله هم فضائي حمله شوې، په مجموعي ډول دغو ټولو فضائي بريدونو کې د40ؤ جنگيالو دوژل کيدو اطلاعات ترلاسه شوي ، خو حکومتي سرچينو يواځې د١٥ؤ جنگيالو دوژنې پخلى کړى.
اى ايف پي په شمالي وزيرستان کې ديو پوځي چارواکي له خُلې وئيلي جنگي جهازونو بيگاه دشپې دولس نيمې بجې خپل هدفونه په نخښه کړي اؤ دغه حملې ديوې گينټې څخه تر زياته وخته روانې وې اؤ دعيني شاهدانو وينا ده چې دفضائي حملو وروستو دطالبانو په يوه ودانۍ اور ولگيدو اؤ لمبې ترې پورته شوې.
دعيني شاهدانو وينا ده چې دپاکستاني پوځ لخوا دتندلارو په ځالو دبمبارۍ کولو وروستو دسيمې څخه خلکو پيوست خوندي سيمو ته کډې کول پيل کړي دي.
اخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخراساني شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد فضائي کارروائيو ته په اشارې کولو سره وئيلي دي هر عمل يو ردعمل لري اؤ زياته کړې يې ده چې دطاقت استعمال دهغوي مخه نۀ شي نيولى اؤ ديو قوت څخه هم ويره نۀ کوي.
خراسني خپله جگړه نظرياتي گرځولې ده.
بلخوا سرچينې وائي پيښور کې دوه ورځې دمخه ديو پوځي افسر ميجر جهانزيب په وژنه اؤ په يوه سنيما بريد کې ککړ ترهه گر قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دپوځ لخوا دجنگي جهازونو څخه په نخښه کړل شوي دي.
راپورونه وائي چې دخيبرايجنسۍ باړه تحصيل کې ترسره شوې دغه کارروايۍ کې هم درې تندلاري وژل شوي اؤ دگوله بارودو جوړونکې يوه فيکټر هم تباه شوې ده.
له دې وړاندې دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي وؤ چې دپاکستاني وگړو دتحفظ باوري کولو لپاره هررقم ممکنه گامونه اخستلى شي اؤ زياته کړې يې وه چې وسله وال پوځونه به دترهه گرۍ فعاليتونو ته ځواب وائي.
دپاکستان داطلاعاتو وزير پرويز رشيد هم په يو غيرمعمولي سخت بيان کې وئيلي دي چې پوځ دټولو دښمنانو دله مينځه وړلو توان لري.
.د پاکستان د پوځ لخوا دغه عمليات په داسې حال کې شوي دي چې په دې وروستيو کې د طالبانو د مهمندو ايجنسۍ د مشر لخوا د تښتول شوؤ ۲۳ اېف سې غړو د وژنې اعلان شوی وو او د شورو په ورځ د پوځ لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې په تېرو پينځه مياشتو کې د ترهگرو په بريدونو کې د ۱۰۰ نه زيات پوځي عسکر وژل شوي دي .
په عېن حال کې چې په شمالي وزيرستان کې د جيټ الوتکو د لارې د ترهگرو په پټو ځالو بمباري شوې ، د مهمندو ايجنسۍ د پېښې وروستو د حکومتي او طالبانو د مذاکراتي کميټو ترمينځ د جوړ جاړي خبرې ځنډېدلي دي
حکومتي مذاکراتي کميټۍ په وينا چې د طالبانو لخوا د جنگ بندۍ او تشدد څخه ډکو پېښو د ودرولو بغېر د مذاکراتو عمل مخ په وړاندې نه شي تلی .
XS
SM
MD
LG