لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : د جيټ الوتکو بمبارۍ کې ۳۵ ترهگر وژل شوي


د شمالي وزيرستان شوال سيمه د جنوبي وزيرستان سره په پوله پرته علاقه ده ، او وئيل کيږي دغه ځائي د ترهگرو مرکز ؤ .

د پوځ د مطبوعاتي څانگې (ائي اېس پي ار) ترمخه نن د شورو په ورځ سحر د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې د جيټ الوتکو په بمبارۍ کې ۳۵ ترهگر وژل شوي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه د شمالي وزيرستان په شوال سيمه کې نن سحر وختي ترهگر په داسې مهال په نخښه کړی شوي دي ، چې د علاقې نه تښتېدل .

د شمالي وزيرستان شوال سيمه د جنوبي وزيرستان سره په پوله پرته علاقه ده ، او وئيل کيږي دغه ځائي د ترهگرو مرکز ؤ .

نن د شورو په ورځ دته خېل سيمه کې هم د امريکايي بې پائيلټه ډرون بريد کې ۱۸ مشکوک ترهگر وژل شوي دي .

د افغانستان پولې سره نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د تېرې مياشتې په ۱۵نېټه د ترهگرو په ضد په پراخه کچه عمليات پېل کړی شوي دي .

د نهې په ورځ د پوځ وياند مېجر جنرال عاصم باجوه مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ؤ ، چې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عملياتو کې ۴۴۷ ترهگر وژل او وسله والو سره جهگړه کې ۲۶ عسکر هم وژل شوي دي .

نوموړي زياته کړې وه ، پوځ د ميران شاه سيمه د ترهگرو نه پاکه کړې ده ، او د دوه ورځو راهسې د ميرعلي په سيمه کې د ترهگرو په ضد زمکني عمليات پېل کړی شوي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه ميرعلي کې د ترهگرو لخوا د پوځ مذاحمت شوی دی ، او ائي اېس پي ار جاري کړي خپل يو بيان کې وئيلي ، چې د نهې په ورځ ميرعلي کې ترهگرو سره په دوه بيلو بيلو جهگړو کې ۱۱ ترهگر وژل شوي وو .

او په دغو جهگړو کې د پوځ د يو کېپټن اکاش رباني په گډون پينځه عسکر وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي وو .

په عېن حال کې چې په شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په نوم د " ضرب عضب " په نوم عمليات روان دي . راپورونه وايي د نهې په ورځ د جنوبي وزيرستان په شکۍ سيمه کې پوځ د طالبانو يو مهمه کمانډر عدنان رشيد نيول شوی دی .

که څه هم د پوځ لخوا په رسمي ډول د عدنان رشيد د نيولو د خبر پخلی نه دی شوی ، ولې خبري اداره ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې امنيتي سرچينو ورته د د طالب کمانډر د جنوبي وزيرستان نه د نيولو پخلی کړی دی .

عدنان په کال ۲۰۰۳م کې د هغه وخت په پوځي صدر (ر) جنرال پرويز مشرف باندې د حملې په تور کې نيول شوی ، او په کال ۲۰۱۲م کې بيا د طالبانو لخوا د بنو په جيل د حملې په مهال خلاص کړی شوی ؤ .

په شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن اپرېشن له کبله د سيمې څخه نزدې لس لاکه خلک بې کوره شوي ، او د بنو ، ډي ايي خان ، ټانک او پېښور سره په نورو سيمو کې دېره شوي دي .

XS
SM
MD
LG