لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : د جيټ الوتکو بمبارۍ کې ۲۸ جنگيالي وژل شوي


په شمالي وزيرستان کې پوځ د تېرې مياشتې د ۱۵م نېټې راهسې د ضرب عضب په نوم د ترهگرو په ضد په پراخه کچه عمليات پېل کړي دي
په شمالي وزيرستان کې پوځ د تېرې مياشتې د ۱۵م نېټې راهسې د ضرب عضب په نوم د ترهگرو په ضد په پراخه کچه عمليات پېل کړي دي

د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال علاقه کې د اتوار په ورځ پوځ د جيټ الوتکو په بمبارۍ کې د ۲۸ جنگيالو د وژنې ادعا کړې ده .

د ائي اېس پي ار ترمخه د اتوار په ورځ د شوال په سيمه کې د جيټ الوتکو په بمبارۍ کې د جنگيالو شپږ پټې ځالې تباه کړی شوي دي . او د پوځ ترمخه په فضائي عملياتو کې وژل شوؤ ۲۸ جنگيالو کې زياتره بهرنيان شامل دي .

د قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان د شوال تحصيل يو ځايي ملک گل اياز د پوځ دغه ادعاوې ردوي ، چې په شوال کې د اتوار په ورځ د جيټ په بمبارۍ کې ترهگر وژل شوي ، او پټې ځالې يې تباه کړی شوي دي .

وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې گل اياز ووئيل ، په دغو عملياتو کې درې ځايي کسان ژوبل شوي او د ځايي خلکو شپږ کورونه په هدف کړی شوي دي . نوموړي تور پورې کړی ، چې د جيټ په بمبارۍ کې د عامو خلکو خيال نه ساتل کيږي .

په شمالي وزيرستان کې پوځ د تېرې مياشتې د ۱۵م نېټې راهسې د ضرب عضب په نوم د ترهگرو په ضد په پراخه کچه عمليات پېل کړي دي ، او تر اوسه پورې د پوځ لخوا په سيمه کې نزدې د ۵۰۰ جنگيالو د وژنې ادعاوې شوي دي . او پوځ وايي ميران شاه او د ميرعلي زياتې علاقې يې د ترهگرو څخه پاکې کړي دي .

د پوځ ترمخه ميران شاه او ميرعلي کې د ترهگرو په ضد زمکني عمليات هم کړي دي ، او د ترهگرو د ځالو تباه کولو سره يې ، د بمونو جوړولو کارخانې ، بارودي مواد او په غټه کچه وسله ترلاسه کړې ده .

د ضرب عضب اپرېشن په مهال د ۳۰ پورې پوځي عسکر هم وژل شوي دي .

د قدرتي افتونو په وخت د مرستو رسولو او انتظام دپاره د قبائيلي سيمو ادارې اېف ډي ايم ای ترمخه په شمالي وزيرستان کې د پوځي اپرېشن څخه نزدې ۱۰ لاکهه بې کوره شوؤ خلکو رجسټرېشن شوی ، او هغويې په بنو ، ډېره اسماعيل خان ، ټانک ، پېښور او نورو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي .

د شمالي وزيرستان د شوال تحصيل ځايي خلک وايې چې څلور ورځې وړاندې پوځ د جيټ په بمبارۍ کې د کومو ۳۵ ترهگرو د وژنې ادعاوې کړې وې ، په هغې کې هم ځايي خلک وژل شوي وو .

د شوال تحصيل ملک ميرزل چې د شمالي وزيرستان د لويې جرگې غړی دی ، وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې يې وئيلي چې د جيټ په بمبارۍ کې يې کور په هدف شوی ، او د کورنۍ ۱۸ غړي يې پکې وژل شوي دي .

د سيمې يو بل کس ولي محمد بيا وايي ، چې د شوال څخه وتونکې ټولې لارې ورته بندې دي . د شنه اسمان لاندې گېر شوي او خوراک څخاک ورسره هم نشتی . خلک د کورونو نه وتي او په غرونو کې پټ شوي دي .

بل لور ته امنيتي سرچينې وايي ، چې شمالي وزيرستان کې د کره مالوماتو وروستو عمليات کولی شي ، او دويي طالبان په نخښه کوي . سرچينې وايي چې په کومو علاقو کې پوځي عمليات کولی شي ، د دغو علاقو خلکو ته د دوه ورځو وخت ورکړی شوی وو چې د علاقې څخه اووځي .

سرچينې زياتوي د علاقې خلکو ته په ورکړی شوي وخت کې دويې نه دي وتلي ، ځکه دويې يا خو طالبان دي او يا يې ملگري دي .

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان د ميرعلي ، ميران شاه ، غلام خان او بويه تحصيلونو څخه خلک کډوال شوي دي .

او د گړيوم ، دوسلي ، رزمک ، شوال ، دته خېل ، شوه او سپين وام تحصيلونو څخه خلکو کډې نه دي کړي .

د پوليټيکل انتظاميې د چارواکو په وينا د کومو علاقو نه چې خلک نه دي وتلي ، د دغو سيمو ځايي مشرانو ورته په علاقه کې د بدامنۍ او ترهگرۍ د مخ نيوي او د وران کارو په ضد خپله د کارروايۍ کولو باور ورکړی ، ځکه دويې ته د علاقې پرېښودو نه دي وئيل شوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG