لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايف ار بنو : د سړک غاړې بمي چاؤدنو کې ۳ عسکر وژل شوي، ۲ ژوبل


دغه پېښې د ايف ار بنو او وزيرستان په پوله نوشير قلعه سيمه کې رامنځته شوي دي
دغه پېښې د ايف ار بنو او وزيرستان په پوله نوشير قلعه سيمه کې رامنځته شوي دي
د پاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان سره په پوله پرتې نيمي قبائيلي علاقې ايف ار بنو کې د پوځ په کاروان د سړک غاړې ته اېښودی شوؤ دوه بمونو په چاؤدنو کې د پوځ درې عسکر وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي دي .
د زيارت په ورځ د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د شمالي وزيرستان په پوله پرته سيمه د سړک غاړی ته ښخ کړی شوؤ باوردي موادو په چاؤدنو کې درې عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي .
بيان کې زياته کړی شوی دغه پېښې د ايف ار بنو او وزيرستان په پوله نوشير قلعه سيمه کې هغه مهال رامنځته شوي دي ، چې پوځي کاروان په دغه ځايي کې په سړک تيريدو چې بمي چاؤدنې پري شوي دي .
د چاؤدنو په نتيجه کې ژوبل عسکر روغتون ته رسول شوي ، او امنيتي ځواکونو په علاقه کې د لټون عمليات پيل کړي دي .

نزدې لس ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان په بيلابيلو سيمو کې د پاکستان پوځ د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې درې ورځ پرله پسې د وسله والو جنگيالو په پټو ځالو بمباري او گوله باري کړې وه ، او د ۸۰ نه زياتو وسله والو د وژنې پکې وئيل شوي وو .
شمالي وزيرستان کې د دغو عملياتو په مهال د پوځي عسکرو او تندلارو ترمينځ يوه نښته هم
شوې وه ، چې پکې د يو پوځي افسر په گډون پينځه عسکر وژل شوي وو .
شمالي وزيرستان کې د پوځ لخوا د تندلارو په ضد د عملياتو وروستو په قبائيلي سيمو مومند ، باجوړ او خيبر ايجنسو کې په امنيتي ځواکونو بريدونه شوي ، او امنيتي ځواکونو ته پکې مرگ ژوبله هم اوختې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG