لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد کې ۱۸ کسان وژل شوي


د تېرې مياشتې راهسې دا څلورم ځل دی ، چې په شمالي وزيرستان کې ډرون بريدونه کيږي .

د راپورونو ترمخه د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې نن د شورو په ورځ د دته خېلو په سميه کې بې پائيلټه امريکايي ډرون بريد کې ۱۸ کسان وژل شوي دي .

د سرچينو ترمخه د شمالي وزيرستان په دته خېلو کې بې پائيلټه امريکايي ډرون د جنگيالو په ځالو څلور مېزائيلي داغلي دي .

سرکاري ميډيا د ډرون په بريد کې د ۱۵ کسانو وژنې رپورټ کوي .

د تېرې مياشتې راهسې دا څلورم ځل دی ، چې په شمالي وزيرستان کې ډرون بريدونه کيږي .

په وروستي ځل نزدې لس ورځې وړاندې هم د شمالي وزيرستان په دته خيلو کې يو کور اوگاډي باندې د ډرون څخه د ميزائيلو په داغلو کې د بهرنيانو په گډون د اووه کسانو د وژنې راپورونه مخې ته راغلي وو ، ولې د پاکستان خارجه دفتر د دغې برېد پخلی نه ؤ کړی .

پاکستان د ډرون بريدونو غندنه او د خپلې خودمختارۍ په ضد ېې گڼي ، خو امريکا بيا ډرون د ترهگرۍ په ضد جهگړه کې غوره وسله گرځوي .

په شمالي وزيرستان کې د ډرون وروستۍ درې حملې په داسې حال کې شوي دي ، چې د پاکستان پوځ په علاقه کې د ملکي او بهرملکي ترهگرو په ضد د جون د مياشتې په ۱۸م نېټه د ضرب عضب په نوم اپرېشن پېل کړی دی .

او د پوځ ترمخه تراوسه په ترسره شوؤ عملياتو کې د ۴۰۰ نه زيات جنگيالي ، چې پکې غېرملکي هم شامل دي ، وژل شوي دي .

د پوځ د عامو اړيکې څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د شمالي وزيرستان ميران شاه سيمه د جنگيالو نه پاکه کړی شوې ، او د ميرعلي په علاقه کې دوه ورځې وړاندې زمکني عمليات پېل کړی شوي دي .

د ائي اېس پي ار په وينا د نهې په ورځ ميرعلي وسله والو سره جهگړه کې ۱۱ ترهگر وژل شوي ، او په جهگړه کې د بوځ د يو افسر په گډون پينځه عسکر وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي وو .

XS
SM
MD
LG