لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : بمي چاؤدنه کې پينځه عسکر ژوبل شوي


 دغه بريد په داسې حال کې شوی ، چې په سيمه کې کرفيو هم ځايي په ځايې وه
دغه بريد په داسې حال کې شوی ، چې په سيمه کې کرفيو هم ځايي په ځايې وه
د پاکستان قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان په کرم کوټ سيمه کې د امنيتي ځواکونو په کاروان بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې پينځه عسکر ژوبل شوي دي . شمالي وزيرستان کې په امنيتي ځواکونو دغه بريد په داسې مهال شوی ، د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې سيمه کې ځواکونو د جنگيالو په ضد فضايي عمليات کړي دي .
د راپورنو ترمخه د امنيتي ځواکونو کاروان د شمالي وزيرستان د ميرعلي سيمې څخه ميران شاه ته په لار ؤ ، چې چاؤدنه پرې شوې ده .
امنيتي چارواکو باندې دغه بريد په داسې حال کې شوی ، چې په سيمه کې کرفيو هم ځايي په ځايې وه . راپورونه وايي په سيمه کې وس هم د جنگيالو او امنيتي ځواکونو ترمينځ جهگړه روانه ده ، چې پکې هيلي کاپټرې هم برخه اخلي .
د سيمي د ځايي خلکو په وينا علاقه کې په مکمله توگه کرفيو ده ، خلک په کورونو کې حصار دي ، ځکه د کوم زيان په اړه کره مالومات نه ترلاسه کيږي .
په عېن حال کې د اتوار او خالي په منځنۍ شپه کې د شمالي وزيرستان دته خيل او ديګان سيمو کې د ۵۰ نه زيات ترهګر وژل شوي. سرچيني وايي په عملياتو کې د جنگيالو شپږ مختلف ځايونه په نخښه شوي ، او په غټه کچه د جنگيالو د وسلې ذخيرې تباه کړی شوي دي .
د امنيتي سرچينو ترمخه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په پټو ځالو د جيټ الوتکو د لارې ترسره شوې بمبارۍ کې د اسلامک مومنټ اف ازبکستان د مشر عبدالرحمان الماني په گډون لږ تر لږه ۵۰ جنگيالي وژل شوي دي .
راپورونه وايي عبدالرحمان الماني د کراچۍ په هوايي ډگر د ترسره شوي بريد ماسټر مائنډ ؤ .
امنيتي سرچينې وايي تېره شپه په شمالي وزيرستان کې په فضائي عملياتو کې د هغې ازبک جنگيالۍ ډلې پټې ځالي په نخښه کړي دي ، د کومې ډلې لخوا چې د کراچۍ په هوائي اډه د بريد زمه واري قبول کړی شوې وه .
د ازبک جنگيالود اسلامک مومنټ اف ازبکستان نومې ډلې تېره اوونۍ د کراچۍ په هوائي اډه باندې د ترسره شوي بريد پړه په غاړه اخېستې وه . او په دغې بريد کې د امنيتي ځواکونو د اهلکارو او د ائيرپورټ د نورو کارمندانو په گډون د ۱۰ حمله کوؤنکو سره د ۳۰ نه زيات کسان وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG