لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز مشرف صبا هم محکمې ته نه وړاندې کيږي


ځانگړې محکمې د زيارت په ورځ امر کړی ؤ ، چې پرويز مشرف دې محکمې ته د جنورۍ په شپږمه نېټه وړاندې شي
ځانگړې محکمې د زيارت په ورځ امر کړی ؤ ، چې پرويز مشرف دې محکمې ته د جنورۍ په شپږمه نېټه وړاندې شي

د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف وکيل احمد رضا قصوري وايې ، پرويز مشرف به صبا د گل په ورځ د غدارۍ په مقدمه کې محکمې ته نه حاضريږي . ځکه چې هغه د زړه د ناروغۍ سره مخ دی .

د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف وکيل احمد رضا قصوري وايې ، پرويز مشرف به صبا د گل په ورځ د غدارۍ په مقدمه کې محکمې ته نه حاضريږي . ځکه چې هغه د زړه د ناروغۍ سره مخ دی .
د پخواني پوځي صدر (ر) جنرال پرويز مشرف وکيل احمد رضا قصوري د اتوار په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې وويل ، چې پرويز مشرف د زړه د ناروغۍ سره مخ دی او هر چاته دا خبره مالومه ده . ځکه هغه صبا د گل په ورځ د غدارۍ په مقدمه کې ځانگړې محکمې ته نه شي وړاندې کېدی .
احمد رضا قصوري وويل ، د روغتون لخوا د پرويز مشرف د ناروغۍ رپورټ دوي ته نه دی ورکړل شوی ، ځکه دوي به محکمې ته زباني خواست کوي ، چې پرويز مشرف ته د محکمې د وړاندې کېدو نه استثنا ورکړي .
پخوانی پوځي صدر پرويز مشرف د تېر زيارت په ورځ د ځان په ضد د غدارۍ په مقدمه کې ځانگړې محکمې ته د وړاندې کېدو دپاره په لار ؤ ، چې د زړه د ناروغۍ سره د مخ کېدو له کبله راولپنډۍ کې د ارمډ فورسز انسټيټيوټ اف کارډيالوجي روغتون ته يوړل شو.
د پرويز مشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې دپاره جوړې ځانگړې محکمې د زيارت په ورځ د هغه د ناروغۍ وروستو امر کړی ؤ ، چې هغه دې د گل په ورځ د جنورۍ په شپږمه نېټه د محکمې په وړاندې خپله حاضر شي .
نن څلورمه ورځ ده ، چې پرويز مشرف د وسله والو پوځونو د زړونو د ناروغۍ په روغتون کې داخل دی . او هلته يې علاج يې روان دی .
د پخواني پوځي سر لښکر جنرال مشرف په ضد د نوازشريف حکومت د درېم نومبر کال ۲۰۰۷ د بيړنې حالت په ځايې کولو او د اعلي عدليې د ججانو د نيولو په جرم کې د ائين د شپږمې مادې لاندې د غدارۍ د مقدمې چلولو پرېکړه کړی ده .
او د دغې مقدمې دپاره حکومت د درې کسيزه ججانو ځانگړې محکمه جوړه کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG