لاس رسیدونکی لینک

مشرف د غدارۍ کيس کې بيا محکمې ته نۀ دى وړاندې شوى


پرويز مشرف د غدارۍ په کېس کې يو ځل هم عدالت ته نه دی حاضر شوی

پخوانی پوځي صدر پرويز مشرف نن هم د غدارۍ په کېس کې د ځانگړي عدالت په وړاندې نه دی حاضر شوی ، او د ځانگړي عدالت درې کسيزه بنچ مشر جسټس فېصل عرب وئيلي که پرويز مشرف د فرورۍ په ۱۸م نېټه حاضر نه شو ، نو په ضد به يې د گرفتارۍ بلاضمانت ورانټ جاري کړی شي .


کراچۍ- پخوانی پوځي صدر پرويز مشرف نن هم د غدارۍ په کېس کې د ځانگړي عدالت په وړاندې نه دی حاضر شوی ، او د ځانگړي عدالت درې کسيزه بنچ مشر جسټس فېصل عرب وئيلي که پرويز مشرف د فرورۍ په ۱۸م نېټه حاضر نه شو ، نو په ضد به يې د گرفتارۍ بلاضمانت ورانټ جاري کړی شي .
د پرويزمشرف په ضد د غدارۍ د مقدمې دپاره جوړې ځانگړې محکمې د جنورۍ په ۳۱م نېټه د مشرف هغه خواست رد کړی ؤ ، کوم کې چې نوموړي د هېواد نه بهر د علاج د تلو خواست کړی ؤ .
په دغه مهال ځانگړي عدالت د پرويز مشرف د نيولو د ضمانت قابل ورانټ جاري کړی او نن د جمعې په ورځ ۷م فرورۍ يې ورته د عدالت په وړاندې د حاضريدو امرکړی ؤ.
نن د جمعې په ورځ د جسټس فېصل عرب په مشرۍ کې د درې کسيزه ججانو بنچ د مشرف په ضد دغدارۍ د مقدمې اورېدنه د اسلام اباد په نېشنل لائبريرۍ کې ځانگړي عدالت کې وشوه ، او د پخواني پوځي صدر وکيلانو يو ځل بيا عدالت کې د استثنا درخواست ، او پوليس د گرفتارۍ د ورانټ متعلق رپورټ جمع کړو .
د پرويز مشرف د وکيلانو لخوا عدالت ته په خواست کې دا موقف خپل کړی شوی دی ، چې په دغې کېس کې له دې وړاندې د ځانگړي عدالت جوړېدو او احتياراتو ، ججانو او وکيل په اړه جمع کړی شوؤ خواستونو باندې فېصله نه وي اورول شوي ، نور هدايات دې جاري نه کړل شي .
د پخواني پوځي صدر وکيل انور منصور خان عدالت ته په خپلو دلائلو کې وويل ، د مشرف ملک نه د بهر تلو دپاره خواست زمونږ د اورېدو نه بغېر خارج کړی شو ، مونږ لا د عدالت په احتيار او ججانو د طرفدارۍ په اړه دلائل نه وو پوره کړي چې عدالت د گرفتارۍ ورانټ جاري کړو .
د بنچ مشر جسټس فېصل عرب وويل ، په تېرو درېؤ تاريخونو عدالت ته د صفائې وکيلانو خپله د اورېدني ځنډولو خواستونه کړي ؤ ، گنې عدالت وکيلان اورېدل غوښتل .
جسټس فېصل عرب وويل وکيلانو ته د دغو درخواستونو د فېصلې نه وړاندې خپل دلائل ورکول پکار ؤ .
عدالت پرويز مشرف ته يو ځل بيا د وخت ورکولو سره د فرورۍ په ۱۸م نېټه د حاضرۍ ، او د نه پېش کېدو په صورت کې د ناقابل ضمانت ورانټ جاري کولو امر وکړو .
د راپورونو ترمخه انور منصور خان عدالت ته باور ورکړی چې مشرف به په راتلونکي پېشۍ حاضر کړي .
پرويز مشرف د تېرې مياشتې د دوهمې نېټې نه د راولپنډۍ په ارمډ فورسز روغتون کې د علاج په غرض داخل دی ، او نن د عدالت د پېشۍ په ورځ د روغتون نه تر عدالت پورې د سيکيورټۍ کلک گامونه هم پورته کړی شوي ؤ .
د غدارۍ د مقدمې دپاره جوړې ځانگړي محکمې د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په ضد د ائين د ارټيکل شپږم لاندې د مقدمې اورېدنه د تېرکال د دسمبر په ۲۴ م نېټه پېل کړې وه ، ولې پرويز مشرف په دغې کېس کې تر اوسه يو ځل هم عدالت ته نه دی حاضر شوی .
XS
SM
MD
LG