لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرال صېب 'ټوپ' به منې


د پاکستان سياسي بازار کې د هر چا نه غټ ټوپ خو پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف وهلی. نوموړي د پينځو يا ۱۳و نا_د ۲۳و ګوندنو اېتلاف جوړ کړی او مشر يې جنرال صېب پخپله
د پاکستان سياسي بازار کې د هر چا نه غټ ټوپ خو پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف وهلی. نوموړي د پينځو يا ۱۳و نا_د ۲۳و ګوندنو اېتلاف جوړ کړی او مشر يې جنرال صېب پخپله

د پاکستان سياسي بازار کې د هر چا نه غټ ټوپ خو پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف وهلی. نوموړي د پينځو يا ۱۳و نا_د ۲۳و ګوندنو اېتلاف جوړ کړی او مشر يې جنرال صېب پخپله.

په مې‌‌‌‌‌‌ډيا کې د دغه خبر په لوستلو د جنرال صېب د مخالفينو زړونه به خامخا غورځېدلي وي. خو چې دوه کرښې يې نور دغه خبر کتلی وي نو کېدای شي دا يې ځانونو سره ويلي وي چې يره_بلا وه خو برکت يې نشته.

د جنرال مشرف د نوي اېتلاف نوم پاکستان عوامي اتحاد دی. په اېتلاف کې برخه وال ګوندونه او ‌‌‌‌‌‌ډلې په سياسي مېدان کې يا نوې دي او يا داسې سياسي پېټي دي چې تل په مخکې د حرکت لپاره د بل په اوږو سپاره شوي دي‌‌‌‌‌‌‌. ځيني خو_يو سړی نو يو ګوند دی لکه عوامي ليګ او يا د پښتو، پنجابۍ فلمونو د پخوانۍ هنرمندې مسرت شاهين تحريک مساوات ګوند.

څلور ګوندونه خو پکې د مسلم ليګ دهغې او دغې ‌‌‌‌ډلې دي. او د جنرال صېب دا تمه هم شته چې د ګوجرانواله د چو دهريانو مسلم ليګ به ورسره هم ‌‌‌‌‌‌ډېر زر يو ځای شي.

په اېتلاف کې څه ګوندونه داسې هم شته چې د اسلام اباد په سور جومات [لال مسجد] باندې د پوځي اپرېشن له امله د جنرال صېب غليمان جوړ شوي وو.

د ځينو برخه والو ګوندونو مشرانو خو د نامو کېښودو لپاره ځانونه هم کړولي نه دي او لکه څنګه چې ناکامه پاکستاني فلمسازان د خپل ناکامه [فلاپ] فلم خرڅولو لپاره د هندي کاميابو فلمونو نامې ږدي نو هم دغه ‌‌‌‌‌‌ډول کار د جنرال مشرف صېب ځينو نوو اېتلافي ملګرو هم کړی. لکه په اېتلاف کې د يوې ‌‌‌‌‌‌ډلې نامه عام ادمي پاټي او بله پکې عام لوګ پاټي هم ده.

يو نيم ګوند خو داسې ښکاري چې ته به وايې دا د اوسه پورې چرته وو. لس دولس ګوندونه خو پکې داسې هم شته چې کېدای شي څوک يې مشر هم نه پېژني. خو هغه وايي خس يې مه ګڼه په سترګو کې به دې پريوځي.

چا ويل چې د نواز شريف د پخواني حکومت ړنګېدو وروسته به د ګوجرانواله بړبړو چودهري يو داسې مسلم ليګ جوړوي چې د ۲۰۰۲/۳م ټاکنې به ګټي او بيا به حکومت هم جوړوي. دغه فکر د هغه وخت د مذهبي ګوندونو د اېتلاف اېم. اېم. ای په اړه هم وو. اولس او سياسي ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو به بيا دغه اېتلاف د ملا. ملټري. اېلاينس په نامه يادوو. خو په اوسنۍ خېبر پښتونخوا صوبه کې يې په سخت وخت کې پينځه کاله داسې حکومت وکړو. چې طالب او اسلام اباد_دواڼو ته قبول وو.

مطلب دا که د جنرال صېب شا ته 'څوک' ولاړ وي نو دا څه ګرانه نه ده چې اېتلاف يې شپږ مياشتې وروسته د انتخابونو لپاره نور هم مضبوط شي او برخه وال ګوندونه يې د ۲۳ نه ۴۶ [دوه وارې زيات] شي.

دغه 'شا ته ولاړ کس' ته تېره ورځ د کراچۍ د اردو ژبو يوې ‌‌‌‌‌‌ډلې پاک سر زمين ګوند مشر مصطفا کمال د 'اېسټېبلشمنټ' نامه ورکړې وه. هغه ويلي وو چې د اېسټېبلشمنټ په وينا د خپلې پخوانۍ ‌‌‌‌‌‌ډلې متحده قومي مومنټ سره يو ځايې شوی دی.

اخيرۍ کرښه: د جنرال صېب زړه ورتيا به منې. عمران خان ته يې هم بلنه ورکړې چې اېتلاف کې ورسره ملګری شي. هسې وايم دا به څنګه کېږي ځکه چې دواڼه د سر د پاڅه سر نه مني

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG