لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ممتاز قادري تیزندي شو


ممتاز قادري د کال ۲۰۱۱ م د جنورۍ په څلورمه نیټه د پنجاب د هغه وخت ګورنر سلمان تاثير په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلی وو
ممتاز قادري د کال ۲۰۱۱ م د جنورۍ په څلورمه نیټه د پنجاب د هغه وخت ګورنر سلمان تاثير په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلی وو

د پاکستان شخصي ټیلي وژنونه وايي نن د ګل په ورځ ممتاز قادري تیزندي شوی دی . نوموړي ته د پنډۍ په ا‌‌‌‌‌‌ډياله جیل کې نن سهر وختي تیزندي ورکړل شوې ده.

ممتاز قادري د کال ۲۰۱۱ م د جنورۍ په څلورمه نیټه د پنجاب د هغه وخت والي (ګورنر) سلمان تاثير په ‌‌‌‌‌‌ډزو وژلی وو.

اعدام شوی قادري هغه وخت د سلمان تاثير محافظ وو او فکر يې کوو چې سلمان تاثير د مذهب سپکاوی کړی. د پاکستان يو شمیر مذهبي ‌‌‌‌‌‌ډلو د ممتاز قادري د ګام مرسته کړې وه او هغه ته د تیزندۍ ورکولو پر ضد وو .

د قادري د تېزندي کېدو د خبر مخې ته راتلو نه پس په راولپنډۍ او کراچۍ په ګډون د ملک په مختلفو کې احتجاجي مظاهرې شوي دي . راپورونه وايي د احتجاج له کبله پلازمينه اسلام اباد او راولپنډۍ کې چلېدونکی مېټروبس سروس ودرول شوی دی .

په کراچۍ کې نمائش چورنګۍ، ملير او ناګن چورنګۍ باندې مظاهرې شوي او په ملير کې مظاهره چيانو نيشنل هاي وی د څو ساعتو دپاره بند کړی او نعرې يې وهلي . جماعت اسلامي ډلې هم په کراچۍ کې د ممتازقادري د تېزندۍ په ضد د مظاهرې وئيلي دي

د پاکستان صدر ممنون حسین د ممتاز قا دري د رحم اپیل رد کړی یا مسترد کړی وو . د پاکستان ستری محکمې یا سپریم کورټ هم تیر کال په اکتوبر کې د ممتاز قادري لخوا دائر شوی خواست یا اپيل رد کړی وو .

د پاکستاني مطبوعاتو تر مخه د ممتاز قادري د تیزندۍ وړاندې د خپلې کورنۍ د غړو سره ملاقات تیره شپه ترسره شوی وو او د هغه مړی کورنۍ ته حواله کړی شوی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG