لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په لسو پسې شل- مذهبي ګڼ کپانو خلک لوټ کړي


حمیدالله - پیښور
د پاکستان د احتساب قامي اداره یا (نېب) واېي هغه مفتیان او ملیان به د انټر پول (نړیوالو پولیسو) په مرسته نیسي چې په زرګونو خلکو نه يې د ګټې په لالچ کې په اربونو روپۍ وهلي.
د احتساب ادارې ته ۳۳۸۷۲ کسانو شکایتونه کړي. دغو ټولو وېلي چې دوي نه ځاېي مفتیانو، ملیانو او د جوماتونو امامانو د (مضاربې) په نوم په لکونو او کروړونو روپۍ اخستې. او ورته وېل شوي وو چې د یوې ځانګړې مودې وروسته به دهغوي پیسې (ډبل) یا دوه واره زیاتې شي. د احتساب اداره واېي د مضاربې په نوم ۳۱ بلینه روپۍ د خلکو نه اخستل شوي.

د چارسدی د پړانګوسره نژدی د ماما کلي حاجي عبدالقیوم بیا مضاربې ډیر تاواني کړی. حاجي صیب ۲۹ لکه روپۍ جمع کړې وې او خپل دوه دکانونه يې ورله هم خرڅ کړي وو. عبدالقیوم ډیوه ریډیو ته واېي:
(زمونږ په علاقه کې د مضاربې لس پنځلس مشران وو، خلک به تری خبریدل او ورپسې به راتلل چې دا خو عالمان دي. او دغه عالمانو صاحبانو به وېل چې مونږ دا هر څه د قرآن او حدیث په رڼا کې کوو. ځه هم دهوکه شوم او ۲۹ لکه روپۍ مې ورکړې. خپل دوه دکانونه او پلاټونه مې پسې هم خرڅ کړل. ماله ېي درې میاشتې مضاربت راوکو بیا خبر شوم چې ځېني تښتیدلي او ځنې نور لکه مفتي احسان، مفتي ابرار صیب او ځېني نور په جیل کې دي.)

(مضاربه) د سرمایه کارۍ یا د پنګې اسلامي مالي نظام دی. په دې سسټم کې یو کس بل ته پېسی ورکوي. او د (ګټی او تاوان) په بنیاد دغه دوه کسان یا ادارې شریکه سوداګري کوي. پیسو ورکونکي ته (رب المال) او اخستونکي ته (مضارب) واېي.
شرعي ماهرین مضاربه جایز (روا) ګڼي. خو په پاکستان کې په وروستیو کې د مضاربې په نوم د سرمایه کارۍ په سوداکې په سلګونو مفتیان، ملیان او امامان د پېسو په لوټولو کې رسوا شوي. په دوي تور دی چې د مذهب او مېمبر نه يې ناجاېزه ګټه اخستی. او په بیلا بیلو کلو او ښارونو کې يې د خلکو نه نزدې ۳۱ بلینه روپۍ تښتولي.

د احتساب ادارې وېلي لوټ شوي خلکو کې کونډې ، سرکاري ملازمین، کاروباریان او یا د هغو خلکو کورنۍ دي، د چا د کور غړي چې په خارج کې مزدوري کوي. د چارسدې شبقدر سره تعلق لرونکی محمد شاه هم مضاربی وهلی او پینځه لکه روپۍ يې یو ځاېي عالم ته د دغه سکیم لپاره ورکړی دي. محمد شاه واېي:
(دغه کسان ټول زمونږ کلیوال وو، عالمان او تبلیغیان هم وو. نورو خلکو هم پېسې ورکولې نو ما هم پینځه لکه ورکړې. د کلي نورو څو کسانو هم پېسې ورکړي او پکې زنانه هم دي. د کلي ځنوکسانو خو ۱۵ لکه روپۍ هم ورکړي دي.)

په پاکستان کې د (لسو پسې شل) په لالچ کې د مضاربې سره سره د (ډبل شاه) په نوم هم د خلکو نه په اربونو روپۍ وهل شوي. ډبل شاه هغو بېوپاریانو او په بازار کې ناستو ګڼ کپانو ته واېي چې خلکو نه پیسې اخلي او یو په دوه ګټه ورکولو باندې يې غولوي. په مضاربه او ډبل شاه کې د ټولو نه زیاتې دهوکې په خیبر پښتونخوا، فاټا او د بلوچستان پښتنو سره شوي. په ځېنو ځایونو کې د پېسو په لوټلو تورن مفتیان او عالمان د هیواد مذهبي ګوندونو سره تړاو هم لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG