لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د اېم کيواېم د کاربنديز په اعلان د ښار کاروبارونه بند


د اېم کيواېم لخوا د هړتال د اعلان سره په سوداگرو د کاروبارونو د بندېز او ټرانسپورټرانو د گاډو نه چلولو غږ شوی ؤ .
د اېم کيواېم لخوا د هړتال د اعلان سره په سوداگرو د کاروبارونو د بندېز او ټرانسپورټرانو د گاډو نه چلولو غږ شوی ؤ .

د پاکستان ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې نن د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) ډلې لخوا د کاربنديز او ماتم د ورځې په اعلان زياتره کاروباري مرکزونه تړلي ، او په سړکونو د گاډو چلن کم دی .

اېم کيواېم ډلې د شورو په ماښام د يو غړي د وژنې په ضد نن د زيارت په ورځ کراچۍ او سندهـ صوبه کې د پهيه جام هړتال او د ملک په نورو برخو کې د ماتم د ورځې او احتجاجي مظاهرو کولو اعلان کړی ؤ .

د اېم کيواېم ډلې د رابطه کمېټۍ مشر قمرمنصور يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي ؤ، چې د اېم کيواېم سېکټر انچارج سهېل احمد د تېرې مياشتې په ۱۵ نېټه پورته کړی شوی او تېره ورځ يې بيا مړی ترلاسه شوی دی . او نوموړي د پارټۍ د غړو د وژنې د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړلو غوښتنه کړې وه .

د اېم کيواېم لخوا د هړتال د اعلان سره په سوداگرو د کاروبارونو د بندېز او ټرانسپورټرانو د گاډو نه چلولو غږ شوی ؤ .

وروستو د سوداگرو لخوا د کاروبارونو بندولو او ټرانسپورټرانو د گاډو نه چلولو وئيلي ؤ ، دغه رنگ په کراچۍ کې د شخصي سکولونو د اتحاديې لخوا د سکولونو د بندېز سره په ښار کې زياتره پټرول پمپونه هم بند پراته دي .

بل لورته د صوبې د تعليم وزير نثارکهوړو وئيلي ؤ ، چې نن به ښار کې سرکاري تعليمي ادارې خلاصې وي .

د راپورونو ترمخه د اېم کيواېم د هړتال په اعلان د کراچۍ نه علاوه د صوبې په حيدراباد ، سکهر او ميرپورخاص ښارونو کې هم عادي ژوند په ټپه ولاړ دی .

اېم کيواېم ډله د پيپلزپارټۍ د صوبايي حکومت سره د پوليس او رېنجرو په ځينو افسرانو تور پورې کوي ، چې په ښارکې روانو هدفي عملياتو کې د تعصب په بنياد د اېم کيواېم غړي نيسي او بيا وژل کيږي .

ولې صوبايي حکومت او پوليس دغه تورونه رودوي ، چې په ښار کې هدفي عمليات د اېم کيواېم په ضد کولی شي .

په کراچۍ ښار کې د کال ۲۱۰۳م د ستمبر د مياشتې راهسې د وران کارو په ضد پوليس او رېنجرو هدفي عمليات پېل کړي ، چې تراوسه دوام لري . صوبايي حکومت او قانون نافذؤنکې ادارې ادعا کوي چې د هدفي عملياتو سره ښار کې د امنيت وضع تر ډېره حده ښه شوې ده .

بل لور ته د کراچۍ د پوليس مشر اډيشنل ائي جي غلام قادر تهيبو وئيلي ، د اېم کيواېم ډلې د غړي د وژنې د پلټنې دپاره يي د پوليس افسرانو يوه کميټي جوړه کړې ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG