لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : اېم کيواېم دکارکنانو د نيولو په ضد مظاهرې پېل کړي


د رېنجر وياند ترمخه په نيول شوؤ کسانو کې ځينې پرېښودل شوي او د نورو نه تفتيش روان دی .

د پاکستان تر ټولو ستراقتصادي ښار کراچۍ کې د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) ډلې لخوا د وزيراعلي هاؤس په گډون مختلفو علاقو کې احتجاجې مظاهرې رواني دي ، د اېم کيواېم کيو ډلې لخوا وئيل شوي د شورو او زيارت په منځنۍ شپه کې يي رېنجرو د پارټۍ په علاقايي دفتر چهاپه وهلې ، او ۳۰ نه زيات کارکنان يي ورله نيولي دي .

د اېم کيواېم ډلې لخوا د وزيراعلي هاؤس مخې ته د احتجاجي ناستې سره د ښار په نمائش چورنگۍ اېم ای جناح روډ ، گلشن اقبال ، لياقت اباد او شاهراه فېصل سره په مختلفو علاقو کې احتجاجي مظاهرې رواني دي ، چې له امله يي په سړکونو ټرېفک ودرېدلی ، او د گاډو چلن کم شوی دی . د ښار په يو شمېر سيمو کې کاروبارونه او پټرول پمپونه هم بند کړی شوي دي .

د اېم کيو اېم ډلې مشرالطاف حسېن د نيول شوؤ کارکنانو د خوشي کولو د غوښتنې سره وئيلي ، په پوځ او رېنجرو کې ځيني عناصرو د مهاجرو دشمني شروع کړې ، نوموړي وئيلي د چهاپې په وخت رېنجرو په زنانوؤ تشدد کړی او د پارټۍ په درځنونو کارکنان يي ورله نيولي دي . د اېم کيواېم مشر د رېنجرو د چهاپې غندنه کړې ده .

د وزيراعلي هاؤس مخې ته په احتجاج ناستو د پارټۍ غړو ته په وينا کې الطاف حسېن د زيارت په ورځ کراچۍ کې د دهرنو کولو ووئيل ، او زياته يې کړه چې په اسلام اباد او لاهور کې دهرنې کېدی شي نو د کراچۍ خلکو ته هم د احتجاج حق حاصل دی .

نوموړي تور پورې کړو ، چې سترې محکمې په کراچۍ کې د څو سياسي ډلو د وسله والو څانگو لرلو او کاروايانو کولو وئيلي ، ولې هر ځل د اپرېشن په نوم اېم کيواېم ډله په نخښه کړی شوې ده . الطاف حسېن وئيلي که څومره يي په ضد رېنجر چهاپې وهي ، خوپه اېم کيواېم به سر ښکته نه کړي .

له دې وړاندې د اېم کيواېم ډلې صوبائي وزير فېصل سبزواري وئيلي ؤ ، په ابوالصفهاني روډ باندې د پارټۍ د گلشن معمار په علاقايي دفتر کې د پارټۍ د غړو غونډه روانه وه ، چې پکې د لويي اختر په موقع د څرمنو راټولولو سره په مختلفو امورو خبرې روانې ، د ۵۰۰ پورې کارکنانو راجمع وو چې رېنجرو پرې چهاپه ووهله .

د هغه په ونيا رېنجرو په دفتر کې توړ پوړ کړی ، او د ۳۰ پورې کارکنان يي نيولي دي . د فېصل سبزواري په وينا دفتر کې سياسي غونډه روانه وه ، او زما سره ېو اېم این ای رينجرو دفتر تلو ته نه يو پرېښودي ، او بې گناه کسان يي نيولي دي .

د رېنجر وياند لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې رېنجر د گلشن معمار په علاقه کې د شورو په شپه د معمول په گشت وو ، چې د يو وداني نه پرې ډزې وشوي . بيا رېنجرو په وداني چهاپه وهلې او ۲۳ مشکوک کسان يي نيولي دي . د رېنجر وياند ترمخه په نيول شوؤ کسانو کې ځينې پرېښودل شوي او د نورو نه تفتيش روان دی .

د اېم کيواېم لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، د اېم کيواېم مشرانو په دغې اړه د وزيراعلي قائم علي شاه سره په ټيليفون خبرې کړي ، او وزيراعلي ورته باور ورکړی چې د دغو نيول شوؤ کسان د خوشي کولو په لړ کې به د رېنجر چارواکو سره خبرې وکړي .

بل لور ته د اېم کيو اېم د مشرانو په وينا احتجاجي ناستې به يي ترهغې روانې وي ، چې څو پورې يي نيول شوي کسان خوشي کړی شوي نه وي .

XS
SM
MD
LG