لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايم کيو ايم ډلې مشر الطاف حسېن د لندن پوليسو نيولی


د ايم کيوايم په مشر الطاف حسېن د مني لانډرنگ يا غيرقانونه پېسو سپينولو تور دی ، او د تير يو نيم کال راهسې د هغه نه په دغې لړ کې تحقيقات روان ؤ .
د ايم کيوايم په مشر الطاف حسېن د مني لانډرنگ يا غيرقانونه پېسو سپينولو تور دی ، او د تير يو نيم کال راهسې د هغه نه په دغې لړ کې تحقيقات روان ؤ .
د راپورونو ترمخه د متحده قومي مومنټ (ايم کيو ايم ) ډلې مشر الطاف حسېن د لندن پوليس د غير قانوني پېسو ساتلو يا د مني لانډرنگ په کېس کې نيولی دی . او د لندن ميټروپوليټن پوليس پخلی کړی ، چې د لندن شمال لوئيديزې سيمه کې يې د يو کور نه يو ۶۰ کلن کس نيولی دی .
د ايم کيو ايم ډلې ډپټې کنوينر نديم نصرت د لنن څخه کراچۍ کې يوې ټيلي فوني خبري غونډې ته په وينا کې ووئيل الطاف حسېن په خپل کور کې دی ، هغه د څو ورځو راهسې ناروغه دی او هغه سره په رابطه کې دی .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د لندن ميټروپوليټن پوليس وئيلي چې د لندن شمالي لوئيديزه سيمه کې يې د يو کور نه د نهې په ورځ د مني لانډرنگ په کېس کې يو ۶۰ کلن کس (چي نوم يې نه دی څرگند کړی ) نيولی دی ، او د پوليس خصوصي يونټ د هغه د جائيداد پلټنې کوي .
د ايم کيو ايم د مشر الطاف حسېن عمر ۶۰ کاله دی او هغه د لندن په شمالي لوئيديزه سيمه کې ميشت دی .
د ايم کيوايم په مشر د مني لانډرنگ يا غيرقانونه پېسو سپينولو تور دی ، او د تير يو نيم کال راهسې د هغه نه په دغې لړ کې تحقيقات روان ؤ .
راپورونه وايي دا وخت د الطاف حسېن نه د لندن پوليس د عمران فاروق د وژنې او مني لانډرنگ د دوه کېسونو سره په کال ۲۰۱۳م کې کراچۍ کې د تحريک انصاف د وژل شوې غړې زهره شاهد دوژنې په تور کې پلټنې کوي .
ياده دې وي په کال ۲۰۱۰م کې لندن کې د ايم کيو ايم يو مشر ډاکټر عمران فاروق وژل شوی ؤ ، او د هغه د وژنې د پلټنو په سلسله کې د لندن پوليس بيا په کال ۲۰۱۲م کې د عمران فاروق د وژنې د کېس دپلټنو په لړ کې د الطاف حسېن په دفتر چهاپه وهلې وه ، او په دغه مهال پوليس د هغه د دفتر نه په لويه شميره کې پېسې ترلاسه کړې وې .

د لندن پوليس بيا په کال ۲۰۱۳م کې په شمالي لندن کې په دوه کورونو چهاپه وهلې وه او نورې پېسې يي ترلاسه کړې وې ، د دغو پېسو شمېره نه وه ښودل شوې ، خو په ميډيا داسې خبرونه راغلي ؤ ، چې پوليس په دغې چهاپه کې څلور لاکهه پونډه ترلاسه کړي ؤ .
څو مياشتې وړاندې د برطانيې خبري ادارې بي بي سي په نيوز نائټ نومې خپل تحقيقاتي رپورټ کې وئيلي ؤ چې د لندن پوليس د ايم کيو ايم د مشر الطاف حسېن نه د ډاکټر عمران فاروق د وژنې په کېس کې ، د مني لانډرنگ او په کراچۍ کې د خپلې پارټۍ غړي تشدد پله د راپارولو په تور کې پلټنې کوي .
د الطاف حسېن د نيولو د خبر سره سم کراچۍ ښار کې کاروباري مرکزونه او پټرول پمپونه بند کړی شوي ، په سړکونو د گاډو چلن کم شوی او د لسم جمات کيدونکي پرچې ځنډول شوي دي .
د کراچۍ د مختلفو سيمو نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه په کورنگۍ ، صفوره گوټ ، نارت کراچۍ او گلبرگ کې نامالومه کسانو پينځه گاډو ته اوورنه اچولي ، د ښار په مختلفو سيمو کې اړی گړی پيل شوی ، په سړکونو ټائرونو ته اورونه اچول شوي ، او په خلکو کې سخته ويره ترخه خوره شوې ده . .
د راپورونو ترمخه د کراچۍ نه علاوه حيدراباد کې هم د ايم کيو ايم د مشر الطاف حسېن د نيولو د خبر وروستو کاروباري مرکزونه بند کړی شوي ، او په ښار کې اړی گړی جوړ شوی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG