لاس رسیدونکی لینک

طالبانو د اېف سي د 23 غړو د وژلو ادعا کړې


د اېف سي هغه 23 غړي يې وژلي کوم چې په کال 2010م کې د شونکړۍ د چيک پوستې څخه دوي تښتولي وو

د تحريک طالبان پاکستان د مهمندو ايجنسۍ مشر عمرخراساني د اتوار او گل په منځنۍ شپه کې مطبوعاتو ته د ايمېل د لارې ليږل شوي يو بيان کې دا ادعا شوې چې هغويې د اېف سي هغه 23 غړي يې وژلي کوم چې په کال 2010م کې د شونکړۍ د چيک پوستې څخه دوي تښتولي وو .

د تحريک طالبان پاکستان د قبائيلي سيمې مهمندو ايجنسۍ مشر عمرخراساني د اتوار او گل په منځنۍ شپه کې مطبوعاتو ته د ايمېل د لارې ليږل شوي يو بيان کې دا ادعا شوې چې هغويي د اېف سي هغه 23 غړي يې وژلي کوم چې په کال 2010م کې د شونکړۍ د چيک پوستې څخه دوي تښتولي وو .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د اېف سي غړو د وژنې د خبر مخې ته راتلو وروستو د حکومتي کميټۍ لخوا د طالبانو کميټۍ سره نن د گل په ورځ ټاکل شوې غونډه ځنډول شوې ده .
د حکومتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي سبا يې د حکومتي کميټۍ هنگامي غونډه راغوښتې چې د تازه حالاتو جائزه واخلي .
صديقي وئيلي کمټۍ د دغې پېښې غندنه کړې او زياته کړې يې ده دغه ډول پېښې د مذاکراتو په عمل کې خنډان راولاړوي .
عمرخراساني وئيلي د اېف سي غړي يې د خپلو هغو ملگرو د وژنې په بدل کې وژلي ، کوم طالبان چې د حکومتي ادارو په بند کې دي ، او هغويې يې وژنې او يو ځائي بل ځائي يې مړي غورزوي .
د وسله والو طالبانو د مهمندو ايجنسۍ د مشرلخوا دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی ، چې د حکومت او طالبانو ترمينځ د جوړ جاړي دپاره کمټۍ جوړې شوي ، او د دغو کميټو ترمينځ د لمړو خبرو پړاؤ هم سر ته رسېدلی .
د مهمندو ايجنسۍ د طالب مشر لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي ، چې حکومت يوې خوا ته مذاکرات کوي او بلې خوا ته زمونږ هغه نيول شوي غړي چې د ادارو سره په زندانونو کې دي راويستل کيږي او وژلی شي .
په دغې بيان کې د ځيني کسانو نومونه هم ښودل شوي دي ، چې د هغويې په قبائيلي سيمو ، پېښور او کراچۍ کې د وژنو وئيل شوي دي .
په بيان کې دا تور هم پورې کړی شوی چې د خپلو غړو د وژنې په اړه مونږ څو څو ځله حکومت ته د دغسې نه کولو خبرداری ورکړی ولې زمونږ خبره شاته غورزول شوې ، او په مذاکراتو کې دا زمونږ ممکنه غوښتنه وه ، چې د حکومتي ادارو سره بندي طالبان دې خوشي کړی شي .
طالب مشر دا گواښ هم کړی که حکومت د دوي د غړو د وژنو لړۍ بنده نه کړه ، نو په راتلونکې کې د دې غبرگون لا نور سختېدی شي .
د طالبانو لخوا د اېف سي عسکرو د وژنې د خبرې په اړه د حکومت يا پوځ کوم غبرگون يا پخلی مخې ته نه دی راغلی .
په عېن حال کې د حکومت او طالبانو د کميټۍ يو بل سره خبرې اترې شوي ، او د طالبانو د کميټۍ غړو څو ورځې وړاندې په وزيرستان کې د طالبانو د شورا سره د حکومتي مذاکراتو په اړه ليدل کتل هم شوي دي .
تېره اوونۍ په کراچۍ کې په پوليس باندې د بريد او د طالبانو لخوا د 13 پوليسو د وژنې د پخلي وروستو وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي ؤ ، د دغې پېښې سره مذاکراتي عمل ته دهچکه لگېدلې .
تېره ورځ د حکومتي مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي او د دواړو کميټو ترمينځ د خبرو احوال يې ورته وئيلی دی .
XS
SM
MD
LG