لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نریندرا مودي د صدر ټرمپ سره د کتو لپاره د امریکا سفر کوي


د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ سره د خپلې لومړنۍ لیدنې کتنې لپاره امریکا ته راځي.

دا سفر پداسې حال کې کیږي چې په نوي ډلي کې دا اندېښنه موجوده ده چې ایا هندوستان به پدې توانیږي چې له امریکا سره تیرې درې کلنې دوه اړخیزه لاسته راوړنې نورې هم زیاتې کړي.

د هندوستان چارواکو خوشبیني څرګنده کړیده چې د مودي دوه ورځنی سفر چې د یکشنبې په ورځ پیلیږي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې مرسته وکړي. د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګوپال بګلي وايي له امریکا سره اړیکي ښې دي او لا نورې به پسې ښې شي.

دا پداسې حال کې ده چې له ټرمپ سره وار له مخکې په یوشمیر مسلو باندې ستونزې راپورته شویدي په خاصه توګه امریکا ته د راتګ لپاره د زیاتو هندي مسلکي وګړو د ویزو مسله. ټرمپ ویلي پدې ډول ویزو باید بیا غور وشي ځکه له دې سره د امریکایانو دندې نورو اخیستي.

هارش پنټ چې په نوي ډلي کې د څیړنو په یوه مرکز کې کار کوي وايي د هندوستان په اړه مثبت او منفي دواړه اشارې شته پدې معنې چې په ځینو شیانو باندې هندوستان ډیر خوشحاله دی خو په ځینو نورو بیا ډیر خفه شوی.

دی زیاتوي د اوږد وخت لپاره داسې باور وه چې د هندوستان پورته کیدل امریکا ته ښه دي خو داسې ښکاري چې اوس دغه باور نشته ځکه د امریکا نوې اداره توپیر لري.

د مودي هلې ځلې یوې خوا خو په نوي ډلي کې څیړونکي خبرداری ورکوي چې هندوستان ښايي د ټرمپ په ډپلوماټیکو لومړیتوبونو کې ډیر لوړ ځای وه نه لري.

مایکل کوګلمن چې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه دی وايي د امریکا زیات فکر دا مهال روس او شام ته دی نو ځکه هندوستان د ټرمپ د سیاست په څنډه کې پاتې شوی. دی زیاتوي له همدې امله له ټرمپ سره د مودي دغه لومړني ملاقات ته خلک امتحاني لیدنه کتنه وايي چې یوبل سره پکې وپیژني.

بیا هم د دواړو مشرانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره تر ټولو تنده مسله ښایي ترهګري وي ځکه دواړه مشران د ترهګرۍ د جرړو په ویستلو کې ژمن دي.

تمه ده پدې سفر کې به هند ته د امریکا لخوا د ۲۲ ګارډین ډوله ډرونونو د ورکړې اعلان وشي چې ارزښت یې دوه میلیارده ډالرو ته رسیږي. له دې سره به نوی ډلي خوشحاله او دا ګام به پدې معني وګڼي چې ګواکې امریکا په دفاعي برخه کې په هندوستان باندې پوره حساب کوي.

د هندوستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم وویل چې خبرې به پدې هم وڅرخي چې څنګه کیدای شي د دوه اړخیزو ګټو لپاره په خپلو کې اقتصادي همکاریو ته وده ورکړل شي. هندوستان په دفاعي برخه کې له امریکا نه د ملینونو ډالرو په ارزښت وسلې رانیسي چې پدې توګه په ټوله نړۍ کې له ټولو زیاتې وسلې رانیسي.

هندوستان پدې هم ټنګار کوي چې دا وسلې او وسایل باید د هند دننه جوړ شي او دا بیا د ټرمپ له سیاست سره په ټکر کې ده ځکه ټرمپ وايي ټولې امریکايي کارخانې باید د امریکا دننه تولیدات وکړي نه بهر.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG