لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د بې درکه وژل شوؤ کسانو د مقدمې درج کولو حکم


عدالت د دفاع وزير او سيکرټري ته امر کړی ، چې صبا پورې دې ژوندي ۳۳ بې درکه کسان عدالت ته حاضر کړی شي .
عدالت د دفاع وزير او سيکرټري ته امر کړی ، چې صبا پورې دې ژوندي ۳۳ بې درکه کسان عدالت ته حاضر کړی شي .

د سترې محکمې د درې کسيزه ججانو بنچ ته د بې درکه کسانو د کېس اورېدنې په مهال اټارني جنرل منير ای ملک وئيلي دي ، چې په ۳۵ بې درکه کسانو کې دوه مړه شوي دي . په دغو کسانو کې يو په کال ۲۰۱۳ او بل په کال ۲۰۱۲ کې مړ دی .

اسلام اباد ـ د بې درکه کسانو د کېس اورېدنه د سترې محکمې د مشر قاضې افتخار محمد چودهرې په مشرۍ کې شوې او عدالت د دفاع سيکرټرې ته امر کړی ، چې کوم بې درکه کسان د ادارو په بند کې مړه شوي دي ، د هغوۍ د وژنې مقدمه دې درج کړی شي .
د سترې محکمې د درې کسيزه ججانو بنچ ته د بې درکه کسانو د کېس اورېدنې په مهال اټارني جنرل منير ای ملک وئيلي دي ، چې په ۳۵ بې درکه کسانو کې دوه مړه شوي دي . په دغو کسانو کې يو په کال ۲۰۱۳ او بل په کال ۲۰۱۲ کې مړ دی .
عدالت وئيلي د ادارو په بند کې مړه کېدل د وژنې په زمره کې راځي . عدالت وئيلي د دغو کسانو د وژنې مقدمه دې درج کړی شي .
مشر قاضي وئيلي د مړه شوؤ کسانو مالومات دې عدالت ته وړاندې کړی شي .
اټارني جنرل وئيلي ، تېره شپه ورته د دفاع وزير د دوه کسانو د مړينې خبر کړی دی .
د راپورونو ترمخه اډيشنل سيکرټري دفاع عدالت ته وئيلي چې دواړه کسان د لکي مروت په يو بندي مرکز کې په طبعي مرگ مړه شوي دي . او مړي يې وارثانو ته حواله کړی شوي دي .
عدالت د دفاع وزير او سيکرټري ته امر کړی ، چې صبا پورې دې ژوندي ۳۳ بې درکه کسان عدالت ته حاضر کړی شي .
مشر قاضي وئيلي چې د ملاکنډ د جېل سپرډنټ عطاالله دوه کاله وړاندې پېښور هائې کورټ کې وئيلې وو . چې پوځي عسکرو ترې ۳۵ کسان ځان سره بوولي دي . مشر قاضي وئيلي داسې ښکاري چې دغه کسان د پوځ په بند کې دي .
د راپورونو ترمخه د خيبر پښتونخوا اډيشنل اټارني جنرل عدالت ته وئيلي دي . چې صوبه کې ۴۳ بندي مرکزونه دي .
د دفاع وزير خواجه اصف د عدالت نه د بې درکه کسانو عدالت ته د وړاندې کولو وخت غوښتی دی خو عدالت يې خواست رد کړی دی .
عدالت د دفاع وزير ته وئيلي چې په مخکنۍ اورېدنه کې تاسو د دغو کسانو عدالت ته د حاضرېدو وئيلي وو .
د بې درکه کسانو د کېس اورېدنه د نهې د ورځې ۳م دسمبر پورې ځنډول شوې ده ..

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG