لاس رسیدونکی لینک

دکلاشنکوف ايجادونکى ميخائيل کلاشنکوف مړ شوى


په افغانستان د روسيي عسکرو د يرغل څخه وروستو کلاشنکوف په لمړي ځل په افغانستان ،پاکستان اؤ نورو اسيايي هيوادونو کې خلکو پيژندلى ؤ.
پيښور-کلاشنکوف دهاغه لاسي وسلې په نوم پيژندى کيږي چې په نړۍ کې يې تر ټولو زيات خلک په دغه وسله وژل شوي خو ددغه وسلې ايجادونکى ميخائيل کلاشنکوف د گل په ورځ پخپله مړشوى .
په افغانستان د روسيي عسکرو د يرغل څخه وروستو کلاشنکوف په لمړي ځل په افغانستان ،پاکستان اؤ نورو اسيايي هيوادونو کې خلکو پيژندلى ؤ.
نن هم چې دنړۍ په کوم گوټ کې خلک د جنگونو اؤ مرگونو دپاره زياته کومه وسله استعمالوي په هغې کې کلاشنکوف په اول سر کې دى خو وئيل کيږي د کلاشنکوف ايجادونکي ميخائيل کلاشنکوف چې به کله خپله وسله دمجرمانو اؤ کچه عمر دسپاهيانو په لاسونو کې ليدله نو نو ورته به زيات تکليف رسيدو اؤ خفه کيدو به.
دروسيې چارواکي وائي دنړۍ تر ټولو دوتلي اسالټ ټوپک جوړونکى ، ميخائيل کلاشنکوف دگل په ورځ د٩٤ کلونو په عمر کې ساه ورکړې ده.
ميخائيل دنړۍ تر ټولو شهرت لرونکې وسله اى کى ٤٧ جوړه کړې وه چې په عامه ژبه کې په کلاشنکوف هم شهرت لري اؤ ددې دمقبوليت وجه دا وه چې دچلولو لپاره به يې کوم ځانگړي تربيت ته اړتيا نۀ وه اؤ دڅارنې ضرورت يې هم ډير کم پيښيدو.
ددوهمې نړيوالې جگړې وروستو ميخائيل کلاشنکوف اى کى ٤٧ هاغه مهال جوړ کړى ؤ، چې عمر يې دديرشو کلونو څخه هم کم ؤ.
ميخائيل دارل دغرونو سره نزدې پخپله پلرنۍ سيمه ازويک کې سااه ورکړې ، چرته چې اوس دهغه جوړ کړل شوى ټوپک تيارولى شي.
چارواکو دکلاشنکوف دمرگ وجه نۀ ده ښودلې، دجون په مياشت کې دماسکو په روغتون کې دهغه دزړۀ ددرزا لپاره يو سټيموليټر نصب کړل شوى ؤ اؤ دنومبر د١٧مې نيټې څخه په هسپتال کې ؤ.
اى کى ٤٧ ټوپک به په سختو حالاتو اؤ موسم کې هم نۀ جام کيدو اؤ په کال ١٩٤٧ء کې دميخائيل دغه ټوپک دروسي پوځونو لپاره هم منظور کړل شوى ؤ اؤ نن هم نۀ يواځې په روس بلکې ټوله نړۍ کې دغه ټوپک په لويه پيمانه کارولى شي.
دکلاشنکوف د٩٠مې زيږون دورځې په موقع کريملن کې يوه درنه دستوره ترسره شوې وه اؤ دهاغه وخت صدر دمتري مدديو هغه ته هيرو اف رشيا گولډ سټار ميډل ورکړى ؤ اؤ ددې ترڅنگ يې هغه دروس لپاره دوياړ وړ گرځولى ؤ.
کلاشنکوف دسائيبيريا ديو غريب دهقان ځوې ؤ، چې هيڅ سبق يې نه ؤ وئيلى اؤ نه کله سکول ته تللى ؤ .
په کال ٢٠٠٧م کې دخپل ټوپک د٦٠مې کليزې په موقع يوې دستورې ته پخپله وينا کې کلاشنکوف وئيلي وؤ دويتنام دجگړې په مهال به امريکائي پوځيانو خپل ايم -١٦ غورځول اؤ اى کى -٤٧ به يې رااخستل اؤ ددې لپاره به يې دمړو ويتنامي عسکرو څخه گولۍ راخستې.
د کلاشنکوف موجد، د هغه ژوند او د پښتنو په ټولنیز ژوند کې د کردار په موضوع د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال احسان محمد خان رپورټ دلته اوریدی شۍ:
XS
SM
MD
LG