لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مک ماسټر: افغانستان ته د نورعسکرو لیږلو په اړه لا څه پریکړه نه ده شوې


د وایټ هاوس د ملي امنیت سلاکار ایچ آر مک ماسټر وویلي د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ افغانستان ته د نورو امریکایي عسکرو د لیږلو په هکله تر اوسه څه پریکړه نه ده کړې.

د ملي امنیت په چارو کې د امریکا د صدر سلاکار مک ماسټر تیره ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي د صدر ټرمپ انتظامې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په اړه پریکړه نه ده کړې. مک مستر وویل چې ټرمپ به په خپل راتلونکي خارجي سفرونو کې د خپلو ملګرو هیوادونو نظریات واوري.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستیو افغان او امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د داعش پرضد کامیاب عملیات ترسره کړل چې په هکله به یې ډیر جزئیات د دفاع وزارت په یو خبري کنفرانس کې په نږدې راتلونکي کې وړاندې شي.

" د افغانستان پوځ د نړیوالو ترهګرو او طالبانو پرضد د جنګ ډیره برخه پرمخ بیایي او مونږ له خپلو ملګرو سره په افغانستان کې د لا زیاتې موثرې ستراتیژۍ د درلودلو په هکله کار کووو څو معلومه کړو چې نور څه کولی شو، صدر ته باید داسې وړاندیزونه وړاندې کړو چې په افغانستان کې زمونږ اهدافو ته په رسیدو کې اغیزناک ثابت شي او له خپلو اتلافي هیوادونو څه غواړو، دغه هرڅه به د صدر له لارښوونې سره سم کوو".

دا مهال د ناټو ۱۳ زره بهرني عسکر په افغانستان کې دیره دي. چې تر اتو زرو زیات یې امریکايي پوځیان دي.

له بلې خوا د اسټرالیا وزیراعظم د جمعې په ورځ وویل هیواد یې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو په اړه د ناټو په غوښتنې غور کوي. هغه د ناټو د غوښتنې د جزئیاتو په هکله څه نه وویل له چې ده څخه تیره میاشت افغانستان ته د سفر پرمهال شوې وه خو زیاته یې کړه چې د عسکرو له لیږلو سره کوم مخالفت نه لري.

" مونږ دې ته تیاریو چې خپل رول پراخ کړو. دا ډیره مهمه ده چې مونږ له خپلو ملګرو هیوادونو سره په افغانستان کې ګډ کار ته دوام ورکړو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړ کړو چې وکولي شي د داعش ډلې او طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو د ګواښ په وړاندې له خپل هیواد دفاع وکړي".

له هغه وروسته چې افغانستان ته د نورو امریکايي عسکرو د استولو په حقله خبرونه خپاره شول، د ناټو عمومي منشي، ینز سټولتڼبرګ هم اعلان کړی چې دوي هم افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږلو په اړه غور کوي.

د وي او اشنا ریډیو په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG