لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شمالي میانمار کې د هندوانو ګډ قبر موندل شوی


د میانمار یا برما حکومتي چارواکو تر مخه په راخاېن ایالت کې د هندوانو یو اجتماعي قبر موندل شوی.

د میانمار د سوشل ویلفېر، د بیا رغونې او سمبالښت وزیر ډاکټر وېنمیات اېي د وي او ای برميز څانګې ته ویلي د ګل په ورځ يې پخپله د ۱۷ کسانو مړي وروستو د هغې لیدلي کله چې د دوو نوروګډو قبرونو نه د ۲۵ کسانو مړي موندل شوي وو. دغه وزیر وايي په مړو کې زیات د ښځو او ماشومانو دي او د اکثرو لاس تړل شوي او د ځنو سرونه هم پریکړل شوي دي.

وېنمیات او د پولیسو مشر وي او ای ته ویلي دوي ګنړي دغه مړي د هغه هندوانو دې څوک چې د میاشتې راهسې بې درکه دي. د برما پوځ د دغه ګډو قبرونو تور په روهنګیا ٫٫ تندرو او ترهګرو ٬٬ لګولی.

د برما په راخاېن صوبه کې د تشدد د لاسه ۴۰۰۰۰ روهنګیا مسلمانان ګاونډي بنګله دیش ته تښتیدلي دي. په دغه تشدد کې په لویه کچه د مذهب په بنیاد بشر وژنې ادعاوې هم شوي او دغه لانجه د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې تیره اونۍ مسلسل د بحث لاندې وه.

وي او ای بنګله څانګې د خالي په ورځ د بنګله دیش وزیراعظمې شیخ حسینه واجد سره د روهنګیا مسلمانانو په مسله خبرې کړې وې.

میرمن حسینه واجد ویلي د نړیوالې ټولنې اندیښنې ٫٫ مثبته خبره ده٬٬ په داسې حال چې بنګله دیش هغه روهنګیا خلکو ته پناه ځایونه ورکړي چې د دوي هیواد ته راغلي او په دغه کار کې ورسره هیڅ نړیوالې مرستې نه دي شوي.

میرمن حسینه واجد وي او ای ته ویلي ٫٫ مونږ دغه مرستې په خپل سر شورو کړي، مونږ د چا مرستو ته نه یو په تمه. مونږ د خپلو وساېلو دننه دغو خلکو له پناه ځایونه او خوراک ورکوو.٬٬

د بنګله دیش وزیراعظمې خبرداری ورکړی زیات فشار په میانمار پکار دی چې دغه کډوال بیرته خپل هیواد ته پریږدی.

شیخ حسینه ویلي٫٫ وو مونږ دغه کډوالو ته پناه ځایونه ورکړي خو دغه عارضي دي. د میانمار حکومت باید دا ومني چې دا خلک د دوي د هیواد خلک دي. او دا د دوي ذمه واري ده چې بیرته يې قبول کړي. دوي ته د امنیت او حفاظت ضمانت ورکړي، چې دوي خپلو کورونو ته ستانه شي او خپل ژوند بیرته شورو کړي.٬٬

میرمن حسینه واجد وړاندې ویلي د میانمار حکومت چې څه کړي دغه د ٫٫ ظلم کار٬٬ وو.

په میانمار کې دغه تشدد د اګست په ۲۵مه وروستو د هغې پیل شو کله چې یو شمیر وسله والو د پولیسو او پوځ په پوستو برید وکړو. د دغې بریدونو وروستو پیل شوي تشدد او د پوځ په کارویانو کې تر ۴۰۰ پورې خلک وژل شوي او د څلور لکو نه سېوا ګاونډي بنګله دیش ته تښتیدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG