لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن پوسټ: مشال خان نه یواځې په بې رحمۍ ووژل شو بلکې د کلي امام یې جنازه هم نه کوله


په پاکستان او د نړۍ په کچه د مشال خان د قتل غندنه شوي ده
په پاکستان او د نړۍ په کچه د مشال خان د قتل غندنه شوي ده

مذهب ته د سپکاوي د غلطو راپورونو پربنسټ د عبدالولي خان د پوهنتون محصل مشال خان نورو محصلینو مرګونی ووهلو، پرې ډزې وشوې او ووژل شو.

د امریکې واشنگټن پوسټ د مشال خان د قتل په اړه په خپل رپورټ کې وايي چې هغه نه یواځې په بې رحمۍ ووژل شو بلکه د کلي خلکو یې په ویر کې له ګډون کولو نه مخ واړوه او حتی د کلي ملا یې جنازه هم نه کوله.

د مشال خان په اړه د واشنګټن پوست د رپورټ مهم ټکي دا دي:

خو څو ورځې وروسته دا روښانه شوه چې د خان عبدالولي خان د پوهنتون توندلارو محصلینو او د پوهنتون چارواکو په ده باندې غلط تورونه لږولي وه.

پولیسو په خپل راپور کې وویل چې مشال خان مذهب ته د سپکاوي په برخه کې هیڅ هم نه وه کړي. وروسته بیا د کلي خلکو پرې خپګان ښکاره کړ او جنازې مراسم ورته ونیول شول.

د مشال خان پلار اقبال خان چې د عمر په اومه لسیزه کې دی دا ویل چې خپل ځوی، خپل ملګری او خپله رڼا یې له لاسه ورکړه خو وايي د هغه تر ټولو لوې غم دا وه چې له کلي هیڅوک هم د غمرازۍ لپاره ورنغلل.

اقبال ویل چې ځوی یې یو روڼ اندی، هوښیار او زکي انسان وه او په روسیه کې یې هم زده کړې کړې وې خو هیڅکله یې خپلې عقیدې ته یې نه وه شا کړې.

پولیسو د مشال خان د وژنې په تور تر ۳۰ زیات کسان تر دې مهاله پورې نیولي دي.

د مشال خان پلار چې شاعر هم دی وايي پوهنتون د زده کړې او پوهې ځای دی نو که په پوهنتون کې داسې کیږي نو د نورې ټولنې د څه شي تمه ولري.

له پېښې وروسته لومړي وزیر نواز شریف له هیوادوالو وغوښتل چې د مشال خان وژنه دې وغندي او قامي اسامبلۍ هم مذهب ته د سپکاوي په قانون کې د اړینو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي قانون له تاوتریخوالي ډک دی خو همدا قانون له ټولو لخوا منل شوی.

په بې رحمۍ د مشال خان په وژل کیدو دا جوته شوه چې اسلامي سخت دریځي حتي په پوهنتونو کې خپل لوړ پوړ ته رسېدلې ده.

مشال خان پدې ووژل شو چې په جرت یې د خپل فکر خبره کوله او کله کله یې د پوهنتون په غلطو سیاستونو باندې نیوکه کوله.

څیړنکار زاهد حسین ډان ورځپاڼې ته وویل چې په مشال خان مذهب ته د سپکاوي تورونه یواځې ددې لپاره ولږیدل چې د عمل او پوهې دغه څراغ خاموشه کړي.

له مشال نه مخکې په پاکستان کې د پنجان ګورنر سلمان تاثیر د ورته تورونو له امله د خپل ساتونکي لخوا په ۲۰۱۱ میلادي کال کې وژل شوی وه.

د هغه ساتونکي چې بیا تر نیول کیدو وروسته اعدام شو ویلي وه چې دا کار یې د اسلام ددفاع لپاره کړی.

د مشال خان له وژل کیدو څخه یواځې درې ورځې وروسته په پنجاب کې دریو خورګانو چې بورقې یې هم په سر وي او وسلې هم ورسره وې یو داسې سړی اسلام ته په سپکاوي وه واژه چې ۱۳ کاله وروسته پاکستان ته بیرته ورغلی وه.

د جمعې په ورځ په شمالي چترال کې په سلګونو لمونځ کونکو مذهب ته د سپکاوي له امله په جومات کې په یوه کس باندې وهل ډبول پیل کړل.

پولیسو دغه کس ونیوه او تاڼې ته یې بوتله خو خلک حتی تاڼې ته ورغلل او دده کس د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.

پولیسو ویلي وه چې نیول شوی کس ښایې زهني ناروغي لرله او خلکو ګڼه ګوڼه یې د اوښکو تویونکو ګازونو او هوايي ډزو پواسطه خرابه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG