لاس رسیدونکی لینک

د حکومت تحقیقاتي ډله وايي د مشال خان خلاف د مذهب د سپکاوي څه شواهد نشته


د مشال خان پلار محمد اقبال

د مردان د عبدالولي خان یونیورسټۍ د صحافت څانګې زده کوونکي مشال خان د قتل لپاره د حکومت تحقیقاتي ډلې په خپل رپورټ کې ویلي داسې څه شواهد يي نه دي ترلاسه کړي چې ګنې مشال خان او د هغه دوه نور ملګري د مذهب په سپکاوي کې ککړ وو.

د جاینټ انویسټیګیشن ټیم، جی ايي ټي، په نوم ١٣ کسیزې کمیټۍ په خپل رپورټ کې د یو ګرفتار تن له قوله ویلي چې د مشال خان قتل د یو منظم سازش نتیجه وه.

مشال خان د اپرېل د میاشتې په ۱۳م نیټه پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو او ډزو ووژل شو. د هغه دوه نور ملګري عبدالله او زبیر باندې هم دغه الزام لګول شوی و خو دواړه محفوظ پاتې شوي دي.

د جی آئي ټي رپورټ ځينې برخې چې د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو خپرې شوي دي خو وي او ای ډیوه ته مامورینو د دې د جزیاتو د کره والي تصدیق کړی دی.

د جي آئي ټي په رپورټ کې د پوهنتون د کارکوونکود اتحاد مشر اجمل مایار چې په دغه کیس کې نیول شوی د خولې تفصيلي بيان ورکړی شوی دی چې څنګه د مشال خان د لرې کولو دپاره پلاننګ او سازش شوی ؤ.

د رپورټ ترمخه په مقدمه کې د ۶۰ ملزمانو پیژندګلو شوي او په هغو کې ۵۷ نيول شوي د مردان په جيل کې دي او پاتې درې اشتهاري ټاکل شوي او مفروران دي.

په نيول شوؤ کې اته ملزمانو اقبال جرم کړی دی.

په نيول شوؤ ملزمانو کې ۱۲ د پوهنتون کارکوونکي، د ډګرکالج نمبر ۲ مردان د اسلامياتو استاذ، ۴۳ د پوهنتون زده کوونکي او يو بهرنی تن شامل دی.

په رپورټ کې د مشال خان د پلار، د هغه د ملګرو او نيول شوؤ ملزمانو نه تپوسونه شوي دي. رپورټ وايي د مشال خان فیس بک اکاؤنټ په اړه تفصیل لا انتظار دی.

جي آئي ټي په خپلو سپارښتنو کې ويلي په کیس کې نيول شوي د پوهنتون کارکوونکي او زده کوونکي چې په دغه کار کې ککړ دي په ضد دې سخته قانوني او محکمانه کارروائي وشي چې په راتلونکې کې دغه رنګ پیښه بيا رامنځته نشي.

د رپورټ ترمخه د پوهنتون د انتظاميې د نااهلۍ او بې غورۍ له امله دا پیښه رامنځته شوې او جی آئي ټي سپارښتنه کړې چې د ټولو انتظامي افسرانو په ضد دې منطقي محکمانه کارروائي وشي.

رپورټ کې ویل شوي د پلټنو په وخت د پوهنتون دهاسټل نه د غیرقانوني او غیراخلاقي هلو ځلو، وسلو ساتلو، د نشۍ توکو استعمال، د جينکوښکاره استحصال او پخوانی وايس چانسلر احسان علي د خپلويانو او غیرضروري مهربانيو له کبله د اختياراتو ناجائزه استعمال شوی او په مهمو عهدو ناتجربه کار خلک ټاکل شوي دي.

پوهنتون کې په سياسي بنيادونو داسې خلک په کار کړی شوي چې مجرمانه ريکارډ لري په دغه اړوند د قابليت د تصديق او لاس لرونکو په ضد د کارروائۍ غوښتنه شوې ده.

پلټنو کې د پوليس په کارکردګۍ هم سوالونه راپورته شوي چې په وخت يې ګامونه نه دي پورته کړي او په دغه اړوند د لوړې کچې پلټنو دپاره وېل شوي دي، او ګډ تحقيقاتي ټيم د امنيت په لړ کې تر ټولو بې غوره د پوهنتون چيف سيکیورټي افسر عنايت الله خان افريدی ګرځولی دی.

د مشال خان په وژنه د سترې محکمې مشر قاضي خپل ځاني نوټس اخستی او د پیښې د پلټنو دپاره يې د ګډ پلټنيز ټيم جوړولو امر کړی ؤ.

جي آئي ټي د اېس پي انوسټيګیشن شفيع الله ګنډاپور په مشرۍ جوړه شوې چې پکې د پوځي استخباراتو، آئي اېۍ آئي، اېف آئي ای، سپیشل برانچ او استخباراتي بېورو سره پوليس افسران شامل ؤ.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG