لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال پلار وايي د ملګروملتونو نه به انصاف غواړي


 خو په بېن الاقوام کې چې مونږ سره کوم خلک تړلي دي هغه به ټول چغه وهي.
خو په بېن الاقوام کې چې مونږ سره کوم خلک تړلي دي هغه به ټول چغه وهي.

اقبال خان ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل، تراوسه يې د مرکزي حکومت واکمنو تپوس ونه کړو ځکه دغسې ویلو ته اړ شو.

"زمونږ خو اول دا مطالبه ده چې انصاف دې وشي زمونږ سره، اول خپل اپيل دې خپلو حکمرانانو ته کوو او په دې واقعه کې خو هرڅه په ډاګه دي او که په دې کې بيا هم مونږ سره ګوتې کیږي نو مونږ به بيا مجبور يُو چې د اقوام متحده د دفتر مخې ته کښېنو دا به زمونږ اخري مجبوري وي".

هغه ووېل که " د ډېرو خلکو خيال وي چې دا کېس به مونږ سوړ کړو يا به يې دباؤ کړو او يا به يې د مخکې په شان په دې هم پښه کېږدو نو ټيک ده هغه طاقتور دي کولی به شي خو په بېن الاقوام کې چې مونږ سره کوم خلک تړلي دي هغه به ټول چغه وهي".

د صوابۍ ضلعې سره تعلق لرونکی د ژورنالزم د څانګې زده کوونکی مشال خان د اپرېل د مياشتې په ۱۳م عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور په وهلو ټکولو او ډزو وژل شوی ؤ.

په دغه پېښه د ملک سترې محکمې خپل ځاني نوټس اخستی او د پېښې د تحقيقاتو دپاره جوړې ګډې تحقيقاتي ډلې په خپل رپورټ کې ويلي چې په مشال د مذهب د سپکاوي هیڅ ثبوت ورته په لاس نه دی ورغلی او دې وژنې ته یې سازش ويلي ؤ.

په پېښه کې د پوهنتون انتظاميه هم زمه واره ګرځول شوې وه.

سترې محکمې د دې قضيې دپاره درې اوونۍ وخت ورکړی خو د ګډې پلټنيزې ډلې د رپورټ وړاندې کېدو وروستو د شپږو نه تراووه پورې اوونۍ تېرې شوې خو تراوسه پرې څه عمل ونه شو.

د مشال پلار پېښور هائيکورټ ته خواست کړی د زويې د ژونې قضيه دې د مردان ضلعې د عدالت نه بل ځای ته منتقل کړي.

د قضيې دپاره د وکيلانو د جملې غړی وکيل سليم خان وايي ، دويې غواړي عدالت دې د ګډې تحقيقاتي ډلې په رپورټ فېصله واوروي.

"نو دا خبره ثابته شوې چې دی د يو سازش د لاندې مړ دی په ده چې د توهين رسالت کوم الزام لګول شوی د هغې هيڅ څه ثبوت مخې ته نه دی راغلی نو اوس ګورو چې سپريم کورټ په هغې څه هدايات جاري کوو خو د عدليې او انتظاميې تاريخ ډېر تابناکه نه دی".

هغه وويل اقبال خان او کورنۍ يې په دې اندېښنه کې ده هسې نه دا کېس پس منظر ته لاړ نشي.

د مشال خان په قضيه کې د خېبرپښتونخوا حکومت د وکیل کولو او پېسو خرڅ کولو رضامندي ښکاره کړې ده.

د مشال په وژنه کې د پوهنتون زده کوونکو او کارکوونکو ۶۰ کسانو باندې مقدمه درج شوې چې پکې ۵۷ نیول شوي او جېل ته لېږل شوي دي.

د پېښور هائيکورټ به د روانې میاشتې په ۱۱م نېټه د قضيې بل ځای ته منتقل د خواست اورېدنه کوي.

اقبال خان ويلي مردان کې د قضيې په اورېدنه کې د خطرې محسوسولو له کبله مقدمه بل ځای ته منتقل کول غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG