لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان په بوگنونکې وژنه د سیاسي گوند/ گوندونو څخه تپوسونه


کالم ليکونکي زيغم خان د پاکستان په انگریزۍ ورځپاڼه دي نيوزکې یو مضمون کې ليکلي دي د مشال خان په مړي د عوامي نیشنل گوند د لاسو خاپونه پراته دي. د دې معنا دا ده چې د مشال په وژنه کې د باچاخان د پیروکارانو لاس دی-

د مذهب دسپکاوي په تور د بې گناه وژل شوي مشال خان بوگنونکی وژنې په سر دغې لیکنې د زيغم خان او باچاخان فاونډینش ټرسټ د مشر پروفیسر خادم حسین تر منځ په ټویټر تود بحث پیل کړی دی-

زيغم خان خپله دغه دعوا د شریکې حکومتي تحقيقاتي ډلې جی ايي ټي د پلټنو په بنیاد کړې ده- عوامي نیشنل گوند د رپورټ خوریدلو د لومړۍ ورځې راهسې وايي چې جی ايي ټي په پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند تحريک انصاف او ایتلافي گوند جماعت اسلامي د اثر لاندې کار کړی دی ځکه یې یواځې د عوامي نیشنل گوند نوم اخستی دی-

مقاله کې د عوامي نیشنل گوند په سیاسي چلن او مشرانو ډېرې نورې نيوکې هم شوي دي لکه دا چې په گوند کې سخت دريزه ننوتي دي، مشران یی په بډو رشوتونو کې ککړ دي او د تششدد پلويتوب کوي- ددې خبرو سره څوک اتفاق یا اختلاف کولې شي خو د زيغم خان او خادم حسین ترمنځه چې کوم اختلافي ټکي په ټویټر کې راغلي دي هغې کې ځيني داسې دي-

د پروفیسر خادم حسین پرله پسې درې ټویټونه

خادم حسین " د زيغم خان نه د داسې ليک تمه نه وه چې د جي اي ټي په مفروضه یې بنیاد کیښودل شوی دی، پکې د خپلې خوښې حقايق راخستل شوي دي اوپه نصاب کې د سخت دريزۍ پرچار باندې پکې سترگې پټې کړې شوي دي"

پبوست دویم ټویټ " دخدايي خدمت گار تحریک تشريح سراسر غلطه شوې ده - د پوليس او حکومت په رول سترگې پټې کړې شوی دي اوطا لبان خان پکې ځلول شوی دی"

پیوست دریم ټويټ " بډې رشوتونه پکې د مذهب د سپکاوی د وسلې په توگه د بډو رشوتونو سره یو ځایئ کړې شوي دي کول- د ریاست په ولقه کې د تعلیم کیدل او ډیر نور څه"

د ښاغلي حسین په ځواب کې د لیکونکي زيغم خان ځواب

خبره د طالبان خان یا ملانو نه ده ما په دويي ډیر ليکل کړي دي- خبره په عوامي نیشنل گوند کې د گندگۍ ده - ستا په رنگه خلق باید د گوند د ساتنې هڅه وکړي"

د ښاغلي حسین ځواب

" خو هله کنه چې ستا په شان خلق د مخصوصه معلوماتو خورولو، د بې سوچه بیانونو ورکولو او د خداي خدمت گار تحريک داغداره کولو نه ډډه وکړي"

د ښاغلي خان ځواب

تا د باچاخان د مشن نه خپل ژوند قربان کړې دی- ته په اخلاقي توگه اختیار لرې چې مشران د گریوانونو څخه راونيسې او ترې سختې پوښتنې وکړې"

د ښاغلي حسین ځواب "

" ستا په شان د رسيدلي خلقو نه دا تمه نه وه چې په نيمگړي معلوماتو اډاڼه خبرو به سیاسي مشران رسوا کوي"

د ښاغلي خان ځواب

" ته گني دا ویل غواړې چې د عوامي نیشنل گوند غړو د ریاستي نصاب د مفکورې نه اثر اخستې دی او بې لارې شوي دي؟ گوند په خپله دې حقله څه کوي؟"

د ښاغلي حسین ځواب "

"د ټولنیز چارو د کارپوه په حیث ته پوهیږې چې د ریاست په ولقه کې بیانیه یو پلو ته خوریږي او متبادل خاموشه کړې کیږي- عوامي نیشنل گونداوس هم د ډیرو نه ښه دی"

د ښاغلي خان ځواب

" ارمان دی که په عوامي نیشنل گوند کې زما په خله بندولو اصلاحات راشي- لا به ډېر څه وشي - ته پرې پوه ېې"

د ښاغلي حسین ځواب

"ارمان دی چې ستا غوندې خلق په دې پوهه وې چې ریاستي اشرافیه تاسو د پښتنو په شان د ځپل شوو قامونو د خاموشه کولو لپاره څنگه استعمالوي"

ښاغلی حسین د یو بل تن ډي جنید ټویټ رانقل کړی دی

" په ویډیو کې چې څوک واضحه لیدل کیږي د پي ټي ايي کونسلر دی- ډز کونکې او د خلقو راپارونکې د اسلامي جمعیت طلبه غړي دی"

زیغم خان دې ته په ځواب کې وايي

" خبره د نیمگړو معلوماتو یا د اسفندیار ولي خان د دريز نه ده- خبره په گوند کې د گندگۍ ده- ایا هغه ددې بدلون زموار نه دی؟"

د عوامي نیشنل گوند ټول مشران د مشال خان د وژل کیدلو خلاف ولاړ دي. یو څو غلط خلق ویستل شول- عمران خان او پي ټي ايي هلته نه ښکاري خو بیا هم ستایل کيږي-

زیغم خان وايي

په دې گوندونو کې د موجود گند گۍ له عمله بې وځله خلق د خپلو حقونو څخه محرومه کولې شي- دا هغه گوندونه دي چې په یو وخت کې یی د دغه خلقو نمایندگي کوله- زما په رنگه خلقو ته پکار دي چې ارومرو تنقيدي نظر ساتو-

د خادم حسین ځواب

نو هغه ټول قیدونه، کوړې، جلاوطنۍ، اود تندروانو دلاسه د ختمولو کوښښونه، ایا دا فقط د موريخینو خیالي خاکې دي ؟؟

د زیغم خان او د خادم حسین تر منځ په سوشل میډیا ورکړل شوي دليلونو کې څوک سم او څوک نا سم دي قضاوت یی تاسو وکړئ-

په مقاله کې د گوند نورې نیمگړتیاوې هم په گوته کړې شوي دي لکه د پخواني اعلا وزير حیدر خان هوتي په حکومت کې په 1.3 بیلینه روپو باندې د جوماتونو رنگول- او چې کله د حساب کتاب خبره شوه نو ښاغلي هوتي په راتلونکي حکومت کې د لس زرو نورو جوماتونو او مدرسو جوړولو نعره اوهله- دغه شان د مشال خان په وژنه کې د مردان ښار ناظم حمایتالله مایار لانجمن رول او هغه ته بیا د گوند لخوا د سپين باز سرټيفیکیټ ورکول ډیر خلق ناقلاره کړي دي-

بې شکه په پاکستان کې د ارود او انگریزۍ ژبې لیکونکي، مبصرين او اخبار نویسان زیاتره وخت د وړو صوبو او کيڼ اړخو سیاسي گوندونو په مشرانو او حکومتونو د نیوکو انداز تل تیز او تریخ وي-

دغه خبره په خپل ځای خو که چري د مشال خان په بې رحمه وژلو کې د عوامي نیشنل گوند یو تن یا څو تنه ککړ وي او که چري گوند د هغويي په خاطر د باچاخان او ولي خان د نظریاتي او فکري گوند په لمن لگیدلې د قتل تور داغ پټولو کوښښ کوي نو دا به یو ډیر لوی قیمت وي او د با چاخان حقيقي پیروکاران به یی منلو ته تیار نه شي-

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG