لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماما قدير وايي، د بې درکه بلوڅانو دپاره جنېوا ته لانگ مارچ کوؤ


ماما قدير وايي وس مو ملگرو ملتونو ته د اجازت دپاره خط استولی ، چې مونږ جنېوا ته په خپلو پښتو لانگ مارچ وکړو ، او هلته خپل احتجاج ريکارډ کړو .
ماما قدير وايي وس مو ملگرو ملتونو ته د اجازت دپاره خط استولی ، چې مونږ جنېوا ته په خپلو پښتو لانگ مارچ وکړو ، او هلته خپل احتجاج ريکارډ کړو .

د بې درکه بلوڅانو د خوشي کولو دپاره د مبارزه کوؤنکي تنظيم (وائس فار بلوچ مسنگ پرسنز) مشر ماما قدير بلوڅ وايي پاکستان کې مو د کوئټې نه تر کراچۍ او کراچۍ نه اسلام اباد پورې په خپلو پښو لانگ مارچ وکړو ، خو د بلوڅانو د بې درکه کېدو او د هغويي د مړو موندو په سلسله کې هېڅ کمی رانغلو.

ماما قدير وايي وس مو ملگرو ملتونو ته د اجازت دپاره خط استولی ، چې مونږ جنېوا ته په خپلو پښتو لانگ مارچ وکړو ، او هلته خپل احتجاج ريکارډ کړو .

د کراچۍ پرېس کلب مخې ته په احتجاجي کېمپ کې ناست ماما قدير بلوڅ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، جنېوا پورې د لانگ مارچ کولو پخه اراده مو کړې ده ، او چې څنگه راته اجازت مېلاويږي نو روانېږو .

"مونږ وس يو غټ لانگ مارچ ته تېاری کړی دی بهر ملک ته ، ايران د ايران نه ترکي ، گرېس ، اټلي او بيا جنېوا ته ـ دې دپاره مونږ ته اجازت پکار دی او د هغې دپاره مونږ يوه اوونۍ وړاندې د ملگرو ملتونو مشر بان کي مون ته ليکلي چې اجازت راته راکړي ، مونږ په دغو ملکونو جنېوا ته راځو او هلته خپلې خبرې تاسره کوؤ ، او پياده به ځو".

ماما قدير وايي مونږ ته له دې وړاندې ايشيئن هيومن رائټس ، د جنيوا کنونشن او ناروی نه بلنې راغلي ، خو پاکستان راته ويزې نه دې راکړي ، هغه ووئيل چې کله هم راته اجازت ميلاؤ شي تيار يو روانېږو به . د نوموړي نه مو چې په پوښتنه وکړه ، جنېوا ډېره لرې ده څنگه به پېدل لاړشئ ؟

هغه ووئيل "دا خو دومره لرې نه ده ، درې زره کلوميټر مونږ د کوئټې نه کراچۍ او بيا اسلام اباد ته پېدل لاړو ، او دا لاره د ۱۰زره کلوميټر پورې ده نو په يو کال کې به مونږ ورسېږو" .

هغه ووئيل د بلوڅانو د بې درکه کېدو لړۍ د شپږو کالو راهسې دوام لري ، او مونږ ته مسخ شده مړي وس هم ميلاويږي ، پاکستان کې مو څوک خبره نه اوري نو ځکه دې پله مجبوره شو ، او پخه اراده مو وکړه چې مونږ جنېوا ته په خپله لاړ شو ، او هلته خپله خبره ورسوؤ .

ماما قدير وايي د بلوڅانو د مبارزې دپاره مې حوصله لوړه ده ، "تر هغې پورې مونږ کې همت شته چې څو پورې ژوندي يُو ماما قدير چې څو پورې ژوندی وي دغه تحريک به جاري ساتي" .

د بې درکه بلوڅانو دپاره د مبارزه کوؤنکي تحريک مشر وايي په تېرو شپږو کلونو کې مونږ ته د بلوڅانو شپږ زره مړي ترلاسه شوي ، او ۲۱زره بلوڅان بې درکه کړی شوي دي . هغه زياته کړه چې د شپږو کلونو راهسې مونږ مبارزه پېل کړې خو د مړو موندو او بې درکۍ په سلسله کې کمی نا ، بلکې دغه لړۍ لا نوره زياته شوې ده .

هغه وايې نړيوالو تنظيمونو مو خبره اورېدلې ، خو د پاکستان مرکزي حکومت زمونږ مسلې ته توجه نه ورکوي ، او د بلوچستان وزيراعلي ډاکټر مالک او د نيشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو هم وئيلي دي چې دويې په دغې مسله هوارولو کې بې وسه دي .

ماما قدير د بلوڅانو د بې درکۍ او د هغويې د وژنو تور د پاکستان په استخباراتي ادارو لگوي ، خو استخباراتي ادارو تل د دغو تورونو رد کړی دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG